امریکا د افغانستان د بدلونونو دقیق درک نلري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93150-امریکا_د_افغانستان_د_بدلونونو_دقیق_درک_نلري
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد د افغانستان په روانو بهیرونو کښې د ایران د رول په هکله د امریکا د استازي زلمي خلیل زاد غیر حقیقي څرګندونې غیر مسوولانه او د دغه هیواد(افغانستان ) له بدلونونو د واشنګټن په دقیق ډول د نه درک ښکاره نښه وبللې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2020 03:05 Asia/Kabul
  • امریکا د افغانستان د بدلونونو دقیق درک نلري

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزیر ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد د افغانستان په روانو بهیرونو کښې د ایران د رول په هکله د امریکا د استازي زلمي خلیل زاد غیر حقیقي څرګندونې غیر مسوولانه او د دغه هیواد(افغانستان ) له بدلونونو د واشنګټن په دقیق ډول د نه درک ښکاره نښه وبللې .

هغه  بیګا په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په رسمي ډول او په صراحت سره د افغانستان د حکومت او د طالبانو ډلې ترمینځ د خبرو اترو ملاتړ کړی او په دغه هیواد کښې یې د پایداره او د حقیقي سولې د بهیر د پرمخ بیولو لپاره یې په خپل چمتووالي ټینګار کړی دی وویل په افغانستان کښې ثبات د تهران د سیاست دائمي او نه جلا کیدونکي برخه دی .

د افغانستان په چارو کښې د ایران د خارجه وزارت ځانګړي استازي محمد ابراهیم طاهریان فرد ډاګینه کړه د ایران په هکله د افغانستان په چارو کښې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد لخوا مطرح شوي څرګندونې د سولې د بهیر د پرمخ بیولو څرنګوالي کښې د دوحې د موافقې د معمارانو د غلطۍ د سوکه سوکه د معلومیدا او د نورو هیوادونو د تورنولو له لارې د دغه سیاست د ناکارندوالي د توجیولو لپاره د رټلو کار ته د هغوې مخه کول دي .

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزارت هم څو ورځې مخکې په یوې (۱) خبر پاڼه کښې په دې خبرې ټینګار سره چې په افغانستان کښې ټولې شخړې اوړ مسائیل د خبرو اترو له لارې د حل وړي دي وویل د خارجي عسکرو په مسولانه ډول وتل په افغانستان کښې سولې او امنیت ته د رسیدا لپاره نه انکاریدونکی ضرورت دی .

د افغانستان په چارو کښې د امریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد پرون د امریکا د سولې د موسسې په غونډې کښې چې د ویډیو کانفرنس له لارې وشوه د تهران پرضد د چټي تورونو په لګولو سره د افغانستان په هکله د ایران له اسلامي جمهوریت سره د خبرو اترو غوښتنه کړي وه .

د ایران اسلامي جمهوریت تل ویلي دي په افغانستان کښې د ایران د هڅو چورلیز د هیواد په داخل کښې د کابل د حکومت لخوا د ثبات او د امنیت رامینځته کول دي او تهران به په دې لاره کښې هرډول هڅه وکړي .