-
د افغانستان د انتخاباتو درست کمیشنونه خپلواکه دی
Oct 15, 2019 13:01اشرف غنی په دغې کتنې کې چې نن ماسپیښن دکابل په ارګ کې شوې ، ټنیګار کړی ، د انتخاباتی کمیشنونو خپلواکۍ ته داحترام په سترګه ګوری او دغه اورګان له خوا د افغانستان د ولسمشرۍ دانتخاباتو د نتیجو له اعلانه مخکې یو کاندید هم باید د بریالیتوب ادعا ونه کړی .
-
د کابل حکومت د بندیانو دخوشی کولو لپاره کومه فیصله نه ده کړې
Oct 15, 2019 11:48دافغانستان د حکومت ویندوی څرګندونې په داسې حال کې مطرح کیږِی ،چې له دې مخکې د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې وئیلی وو ،امریکا او طالبان د افغانستان د سولې دخبرواترو د دوام لپاره موافقې ته رسیدلی څو د حقانی ترهه ګرې ډلې دوه لوړپوړی کمانډران انس حقانی اوحافظ رشید سره د امریکائی او آستریلیائی دوو استاذان خوشی شی .
-
پر بایسلکل دسولی پیغام رسوونکی ځوانان له غزنی ننګرهار ته ورسیدل
Oct 15, 2019 11:09دننګرهار والی شاه محمود میاخیل ددغو ځوانانو سره په لیدنه کې دهغوې ددې اقدام ستاینه وکړه ویی ویل د سولی د ټینګښت لپاره تر ټولو مهمه خبره د خلکو د ذهنیتونو جوړول دی چې دنوموړی پر وینا چې دا ډول سفرونه په دې برخه کې ښې پایلی درلودلای شی ننګرهار والی وویل له یو ولایت څخه بل او له یوی ولسوالۍ څخه بلی ته دخلکو سفرونه او لیده کاته د سولی د سولی د ټینګیدو لپاره په بستر جوړونه کی ډیره مرسته کوی
-
د ټرمپ سپيره څیره او دوه مخی سیاست
Oct 13, 2019 11:06د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې د ټرمپ د دوه مخي سیاست او سپيرې څيرې نومې دلړۍ له ننني نهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو .په دغه نننۍ برخې کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د مواخذه کیدا د مطرح کیدا په باب انعکاسونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو ،هیله ده چې د ا ستفادې وړ مو وګرځي .
-
ایران او پاکستان د خبرو له لارې د مسائیلو په حل ټینګار وکړ
Oct 13, 2019 13:04زمونږ خبریال وایی د اسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی وویل پاکستان او ایران باوری دی چې دسیمې مسائیل باید د هیوادونو ترمینځ د خبرو اترو له لارې حل شی .
-
د پاکستان لومړی وزیر نن ایران ته په سفر راځی
Oct 12, 2019 03:03ټاکل شوې ده عمران خان به په دغه سفر کې د اسلامی ایران د ولسمشر پشمول له لوړپوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړی او دغه راز ځینی سرچینې وائی عمران خان غواړی د تهران او ریاض او حتی د تهران او واشنګټن ترمینځ د رامینځة شوو تاؤتریخوالو دکمولو او همداراز د افغانستان د سولې په زمینې کې د تهران اوریاض له چارواکو سره په خبرواترو او مینځګړیتوب سره نوښت وکړی .
-
د افغانستان شخړه پوځی حل لاره نه بلکې سوله ایزه حل لاره لری
Oct 11, 2019 11:13دا لیده کاته په داسې حال کې دی ، چې د طالبانو او امریکائی استازو ترمینځ دخبرواترو له نهو پړاؤنو روسته دغه خبرې د امریکا ولسمشر ځنډولې او د افغانانو لپاره ئې تر دې دمه هیڅ مثبته نتیجه نه د ه درلودلې .
-
د پاکستان لومړی وزیر سبا تهران ته په سفر راځی
Oct 11, 2019 10:48د پاکستان لومړی وزیر د روان کال په پسرلی کې هم ایران ته لومړنی سفر راکړی ؤ .
-
دسولې لاره د تیریګرې په ختمیدا سره پیلیږی
Oct 07, 2019 12:27تسنیم خبری اژانس وایی د یمن دپوځ لوی درستیز برید جنرال «محمد عبدالکریم الغماری »ټینګار وکړ دسولې لاره ددښمن لخواد تیریګرۍ په بندیدا ، د کلابندۍ په ختمیدا او د عمل په جدیت سره پیلیږی .
-
طالبان له حکومت سره د خبرو لپاره یو شرط لری
Oct 07, 2019 11:27تسنیم خبری اژانس وایی د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغانستان له حکومت سره د سولې هرډول خبرې اترې له هیواد څخه د امریکا د عسکرو له وتلو سره اړونده وبللې .