-
د طالبانو پیغام اوس هم دجنګ او د ویرې پیغام دی
Aug 09, 2019 00:02زمونږ خبریال وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقی وویل د لوی اختر په مناسبت د طالبانو ډلې پیغام اوس هم د جنګ او دویرې پیغام دی .
-
قطر کښې د امریکې او طالبانو خبرواترو هیڅ ګټه ونه کړه
Aug 06, 2019 02:54د خبرواترو د دې لړ ۍ تیرو اوو پړاؤنو هم د افغانستان د خلکو لپاره هیڅ ګټه نه ده لرلې.
-
دافغانستان دسیاسی نظام پرسر معامله نه کیږی
Aug 05, 2019 00:39زمونږخبریال وایی دافغانستان ولسمشر اشرف غنی وویل له طالبانو ډلې سره د سولې دخبرو اترو په بهیر کښې ددغه هیواد سیاسی نظام د معاملې او سازباز وړ نه دی .
-
له طالبانو سره د امریکا خبرې د مجبورۍ په خاطر دی
Aug 05, 2019 01:03تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان دپارلمان یوه (۱) استازی غلام فاروق مجروح وویل امریکا د مجبورۍ په خاطر له طالبانو سره د موافقې د لاسلیک کولوهڅه کوی .
-
طالبان له امریکا سره د موافقې غوښتونکی دی
Aug 03, 2019 09:27زمونږخبریال وایی د افغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد وویل طالبان داسې اشارې ورکوی چې موافقه غواړی او زیاته یې کړه په افغانستان کښې دامریکا دعسکرو شتون او د پوځیانو وتل شرطونه لری .
-
د افغانستان پخوانی ولسمشر په امریکا نیوکه وکړه
Aug 02, 2019 08:21زمونږ خبریال وایی د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په خپل هیواد کښې دامریکا په کړچار نیوکه وکړه .
-
پاکستان دافغانستان د سولې لپاره اسانتیا برابروی
Aug 02, 2019 07:44زمونږ خبریال وایی دباکستان لومړی وزیر یوځل بیا په افغانستان کښې د سولې او دپخلاینې په بهیر کښې د اسانتیا د رامینځته کولو لپاره د اسلام اباد په ژمنې ټینګار وکړ .
-
له طالبانو سره دخبرو لپاره د کابل پلاوی جوړ شو
Aug 01, 2019 00:44زمونږخبریال وایی د سولې په چارو کښې د افغانستان د حکومت وزارت له طالبانو ډلې سره د خبرواترو لپاره د کابل د حکومت د مرکچی پلاوی د جوړولو خبر ورکړ .
-
د پاکستان لومړی وزیر افغانستان ته ورځی
Jul 29, 2019 08:18تسنیم خبری اژانس وایی د پاکستان نیشن ورځپاڼې د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې لپاره کابل ته د لومړی وزیر عمران خان د سفر خبر ورکړ .
-
طالبانو له حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې
Jul 29, 2019 02:52طالب ډلې د سولې په چارو کې د حکومت د وزیر سلام رحیمي د څرګندونو په غبرګون کې وويل چې دا ډله به، د حکومت له مذاکراتي پلاوي سره خبرې ونه کړي، خو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهالوېش له اعلان وروسته به له «افغانانو» سره خبرې وکړي.