-
ملګری ملتونه د اسرائيلو د تیریو په دریدا کې ناکام شوي دي
Nov 11, 2024 09:58د پاکستان خارجه وزیر او مرستیال صدراعظم د اسلامی ملګرتیاموسیسې او عربی اتحادئې د خارجه وزیرانو په ګډې ناستې کې په ایران او له نیواکي فلسطین سره په ګاونډیو هیوادونو باندې د صهیونیسټي رژيم دتیریګریو په محکومیّت سره ووئيل، د ملګروملتو امنیت شورا د تش په نامه ګریټ اسرائيلو د پلان د پرمخ بیولو لپاره د صهیونیسټي رژیم ددغو تیریو او جنایتونو په درولو کې ناکامه پاټې شوی دی.
-
د ایران په وړاندیزسره د OIC او عربی اتحادئې سرمشریزه ترسره کیږي
Nov 11, 2024 08:59ایرنا خبری اژانس راپور ورکړی، دایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر لومړي مرستیال دې ته په اشارې سره چې د اسلامي ملګرتیا اوعربی اتحادئې بیړنۍ غونډه دایران په وړاندیز سره ترسره کیږي، ووئيل؛ ددغې غونډې موخه په فلسطین او لبنان کې د جنګ او وینې بهیدا پاي دی.
-
د ایران چابهار بندر د افغان او هندي چارواکو د لیدنې محور
Nov 08, 2024 01:11د افغانستان په چارو کې د هند ځانګړي استازي او د افغان طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د ایران په سویل ختیځ کې د چابهار بندر د ظرفیتونو پر استفادې ټینګار وکړ.
-
ایران د آنروا پر وړاندې د صهیونیسټي رژیم پریکړه وغندله
Oct 30, 2024 09:37په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي، د فلسطین د کډوالو د ادارې (آنروا) په نښه کولو لپاره د اسرائیلي رژیم د وروستۍ فیصلې په غندلو سره وویل: غزه د تباهۍ او کړاوونو د زغملو په حال کې ده.
-
د مسکو په نړیوال نندارتون کې له ایراني هنر څخه پراخ هرکلی
Oct 29, 2024 10:49پارس ټوډې – د معاصر هنر نړیوال نندارتون په مسکو کې د ۵۰ ایراني هنرمندانو د آثارو په نندارې سره په داسې حال کې ترسره شو، چې د تنظیم کوونکو په وینا، د روسیې بازار ته د ایراني هنرمندانو د ننوتلو په لور یو ګام بلل کېدای شي.
-
د شانګهای مشرانو د يو اړخيزتوب پر مخنيوي ټينګار وکړ
Oct 17, 2024 12:42د اسلام آباد د غونډې په وروستۍ اعلاميه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو، پر هېوادونو د يو اړخيزو بنديزونو له لګولو سره د مخالفت ترڅنګ، دا یې د نړيوالو اصولو خلاف کار وباله.
-
له یواړخیزه بندیزونو سره په مخالفت کښې د شنګهايي د غړو هیوادونو د نظر اتفاق
Oct 17, 2024 04:11د شنګهايي د ملګرتیا سازمان غړو هیوادونو د خپلې غونډې د پاې په بیانیه کښې، د هیوادونو خلاف له یواړخیزه بندیزونو سره د مخالفت په ترڅ کښې هغه د نړیوالو اصولو اپوټه وبلل او ټینګار یې وکړ چې د تجارتي محدودیتونو لګول، د نړۍ پایداره ترقي خرابوي.
-
اسلام آباد د شنګهایي په غونډه کښې د اسرائیلو جنایتونه وغندل
Oct 17, 2024 04:06د پاکستان وزیراعظم په اسلام آباد کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د غړو حکومتونو د مشرانو په وروستۍ غونډه کښې، د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په غندلو سره، په غزه کښې د سمدستي اوربند لپاره د نړیوالې ټولنې د مسئولیت منلو غوښتنه وکړه.
-
له نړیوالو بنسټونو او سازمانونو څخه د اسرائیلو د اخراج میکانیزم
Oct 15, 2024 12:32له نړیوالو سازمانونو او بنسټونو څخه د صهیونیسټي رژیم د ایستلو لپاره د نړیوالو غوښتنو په دوام کې، د ایران پارلماني پلاوي له بین الپارلماني اتحادیې څخه د دغه رژیم د ایستلو غوښتنه وکړه.
-
نن په اسلام اباد کې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه پیلېږي
Oct 15, 2024 08:49ټاکل شوې چې د شانګهای همکاریو سازمان غونډه نن د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې پيل شي.