-
په تورخم کې د افغان او پاکستاني قومي مشرانو جرګه هم بېپایلې ختمه شوه
Mar 10, 2025 09:53په تورخم کې د افغان او پاکستاني قومي مشرانو جرګه هم بېپایلې ختمه شوې او تورخم لار د شاوخوا دوو اونیو راهیسې لا هم د هر ډول تګ او راتګ لپاره تړلې ده.
-
طالبانو له عمومي ژونده د ښځو د حذف لپاره تر ۸۰ زیات فرمانونه ورکړي دي
Mar 09, 2025 03:00د بښنې نړیوال سازمان د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال پر مهال واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته، دې ډلې له عمومي ژونده د ښځو د حذف لپاره تر ۸۰ زیات «ظالمانه او وحشیانه» فرمانونه ورکړي دي.
-
د زده کړو حق د مذاکرې وړ نه دی
Mar 09, 2025 02:55له زده کړو د افغان نجونو له څه باندې درې کاله محرومیت وروسته، د ملګرو ملتونو ښوونیز او کلتوري سازمان(یونسکو) وایي چې د زده کړو حق د مذاکرې وړ نه دی.
-
پاکستان، افغانستان کې د امریکا پاتې پوځي تجهیزاتو ترلاسه کولو لپاره د ټرمپ له هڅو ملاتړ کوي
Mar 07, 2025 11:15د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ په ۵مه په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړې چې د سهشنبې په ورځ د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والتز ترمنځ ټلفوني خبرې شوي دي.
-
په تورخم کې د جګړې له امله ۸ سوه کورنۍ بې ځایه شوي
Mar 07, 2025 11:03د تورخم لویه لار نن د څوارلسمې ورځې لپاره هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې، بلخوا سیمه ایز چاواکي بیا وایي چې، د پاکستان لخوا د توغول شویو توغندیو د لګېدو له امله په سیمه کې ۸ سوه کورنۍ بې ځایه شوي دي.
-
پاکستان په دې هېواد کې د داعش د پټنځایونو د شتون ادعاوې رد کړې
Mar 07, 2025 10:43د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په دغه هېواد کې د داعش پټنځایونو د شتون په تړاو د افغان طالبانو د ویاند وروستۍ څرګندونې رد کړې.
-
د افغانستان د فراه ولایت ملي ټلویزیون پر راډیو بدل شو
Mar 07, 2025 10:28د افغانستان خبریالانو مرکز ویلي چې په فراه کې د طالبانو امر باالمعروف او نهي عنالمنکر بنسټ د فشارونو له امله د دغه ولایت ملي ټلویزیون پر راډیو بدل شوی دی.
-
د داعش ځالې په پاکستان کې دي
Mar 05, 2025 11:15د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د کابل هوایي ډګر د برید پلانوونکي نیول کېدل واضحه کړل، چې د داعش ځالې په پاکستان کې دي.
-
د کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید مسئول نیول شوی
Mar 05, 2025 10:43د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد کانګرس ته په خپله وینا کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د کابل په هوايي ډګر کې د ځانمرګي برید طراح چې په هغه کې د ۱۳ امریکایي پوځیانو په ګډون لسګونه کسان ووژل شول، نیول شوی او امریکا ته د لیږد په حال کې دی.
-
په افغانستان کې پاتې شوي امریکايي تجهیزات جنګي غنیمت دي
Mar 02, 2025 11:26د طالبانو ویاند ذبیح ا... مجاهد ویلي، په افغانستان کې له طالبانو پاتې شوي وسلې او تجهیزات جنګي غنیمت دي.