د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر کابل ته ځي
په کابل کې د ایران سفارت پرون اعلان وکړ چې د دغه هېواد د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر، سید محمد اتابک به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي.
په کابل کې د ایران سفیر، علیرضا بیکدلي، دا خبر وروسته له هغې ورکړ چې په تهران کې یې له اتابک سره ولیدل.
کابل ته د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزیر سفر یوه ورځ وروسته له دې اعلانېږي، چې ایران وویل، په تېرو ۱۱ میاشتو کې یې افغانستان ته د څه باندې ۲ میلیارد ډالرو په ارزښت صادرات کړي او اوس افغانستان د ایران پنځم صادراتي هېواد دی.
د ایران سفارت د اتابک له خولې ویلي چې هغه له افغانستان سره د همکاریو پر ارزښت ټینګار کړی او ژمنه یې کړې چې ډېر ژر به د یوه پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر وکړي.
ایراني چارواکي هڅه کوي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې نورې هم پراخې کړي. تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، هم د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر کړی وو.
ایران دا مهال له طالبانو سره د افغانستان د تېر حکومت په پرتله پراخې سوداګریزې اړیکې لري، او د دواړو خواوو ترمنځ د رسمي تجارت ارزښت نژدې څلور میلیارد ډالرو ته رسېږي.