د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د ۲۰۸ افغان نجونو بورسیې لغوه کړې
(last modified Thu, 10 Apr 2025 00:29:25 GMT )
Apr 10, 2025 04:59 Asia/Kabul
  • د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې د ۲۰۸ افغان نجونو بورسیې لغوه کړې

د رسنیو په حواله، د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې یا USAID د ۲۰۸ افغان نجونو بورسیې لغوه کړې دي.

د یادو بورسیو په مرسته یاد شمېر افغان نجونو د افغانستان امریکايي پوهنتون کې زده کړې کولې.

دغه افغان نجونې چې په حضوري او انلاین بڼه یې زده کړو ته دوام ورکړی وو، یو شمېر ایمیلونه ترلاسه کړي چې له مخې به یې د امریکا په مالي ملاتړ روانې بورسیې لغوه شي.

تر اوسه د یادو افغان نجونو زده کوونکو د راتلونکي برخلیک په تړاو څه نه دي ویل شوي.

له دې وړاندې په عمان کې د ۸۲ افغان نجونو زده کوونکو بورسیې چې د امریکا نړیوالې پراختیايي ادارې له لورې تمویلېدې، هم د سمسترونو په نیمايي کې لغوه شوې وې.

دا بورسیې داسې مهال لغوه کېږي، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د نجونو پر هر ډول زده کړو بندیزونه لګول شوي دي.