-
د ترکیې الوتکو نهه کسان وژلی دی
Oct 14, 2019 03:04زمونږ خبریال وایی کردی سرچینو دسوریې په شمال کښې د بهرنیو خبریالانو او د ملکی خلکو په کاروان د ترکیې د هوایی برید خبر ورکړ چې له کبله یې کابو نهه (۹) کسان وژل شوی دی .
-
د سوریې کړکیچ پوځی حل لاره نلری
Oct 14, 2019 02:42ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د اسلامی شورا مشر علی لاریجانی د صربستان په پلازمینې بلګراد کښې د پارلمانونو د نړیوالې اتحادیې د یوسل یوڅلویښتمې (۱۴۱) غونډې په څنګ کښې د الجزایر د پارلمان له مشر«سلیمن شینین » سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې د ایران اسلامی جمهوریت په سوریې او یمن کښې دجنګونو له پیلیدا مخکې دسیاسی خبرو اترو وړاندیز وکړ خو د سیمې ځینو عربو هیوادونو په جنګ ټینګار درلود او ویې ویل د سوریې مسله به په پوځی توب سره حل نشی .
-
له سوریې دامریکا یوزر عسکر وځی
Oct 14, 2019 02:02زمونږ خبریال وایی د امریکا دفاع وزیر مارک اسپیر (Mark Esper) له سی بی ایس ټیلی ویژن سره په مرکه کښې وویل د ولسمشر ټرمپ په حکم د واشنګټن زر (۱۰۰۰) پوځیان د سوریې له شمالی سیمو وځی .
-
د سوریې پوځیان د منبج ښار ته ورننوتل
Oct 14, 2019 01:19زمونږ خبریال وایی دسوریې پوځ پرون د دغه هیواد دشمال په نښتو کښې د عمل نوښت په لاس کښې د اخیستلو لپاره په حلب ولایت کښې منبج(Manbij,) ښار ته ورننوت .
-
د ټرمپ سپيره څیره او دوه مخی سیاست
Oct 13, 2019 11:06د تهران دپښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو د خپرونې په دې شیبو کې د ټرمپ د دوه مخي سیاست او سپيرې څيرې نومې دلړۍ له ننني نهم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو .په دغه نننۍ برخې کې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د مواخذه کیدا د مطرح کیدا په باب انعکاسونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو ،هیله ده چې د ا ستفادې وړ مو وګرځي .
-
دسوریې کردانو د ترکیې ۷۵ پوځیان وژلی دی
Oct 13, 2019 11:56ایرنا خبری اژانس وایی د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو (قسد) نن ادعا وکړه د سوریې په شمال کښې د «راس العین »د سرحدی ښار په جنګونو کښې دترکیې د پینځه اویا (۷۵) پوځیانو په وژل کیدا سربیره دهغوې اوه (۷) ټانکونه هم تباه شوی دی .
-
په سوریې کښې به داعش بیا احیا شی
Oct 13, 2019 11:36زمونږ خبریال وایی د امریکا پخوانی دفاع وزیر جیمز ماټیس (James Norman Mattis) د سوریې له شمال څخه د واشنګټن د عسکرو د ایستلو په هکله د ولسمشر ټرمپ په فیصلې نیوکې سره وویل داعش ډله به په سوریې کښې بیا احیا شی .
-
که امریکا ضرورت وګڼی نو د ترکیې اقتصاد به تباه کړی
Oct 12, 2019 04:19د امریکا د کانګرس جمهوری غواړو هم د پنجشنبې په ورځې وئیلی دی ، د سورئې په شمال ختیځ باندې د ترکیې د حملې په دلیل د دغه هیواد دبندیز لپاره د یوه پلان په وړاندې کولو پسې دی .
-
په سورئې دترکیې حمله په دغې سیمې کې داعشی ترهه ګرو ته د تښتې لاره برابروی
Oct 12, 2019 04:15د اروپائی اتحادئې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی هم ددغې اتحادئې له نوی مسئول او د اسپانیا له پخوانی خارجه وزیر جوزف بورل سره په ګډ خبری کنفرانس کې وئیلی دی و د سورئې په شمال کې به د ترکیې پوځی عملیات د سولې لامل نشی .جوزف بورل هم دسورئې په شمال کې د ترکیې دپوځی عملیاتو ددریدا غوښتنه کړې ده .
-
په سورئې کې عملیات د کردانو په ضد نه بلکې دترهه ګرو په ضددی
Oct 12, 2019 04:13د ترکیې ولسمشر د سورئې په شمال د ترکیې د پوځ له پوځی حملې وروسته پخپلې لومړنۍ وینا کې مدعی شوی ، دغه پوځی عملیات په کردانو د حملې په موخې سره نه دی ، ځکه چې دوی د مونږ وروڼه دی ، بلکې دا چاره د ترهه ګرو ډلګیو د په نښه کولو لپاره ترسره کیږی .