-
اسرائیلي رژیم په ۲۰۲۴ میلادي کال کې تر ټولو ناوړه جنایتونه تر سره کړي دي
Jan 01, 2025 09:38د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د فلسطین او په نیواکګرو او ناعادلانه نظم باندې د نورو کړېدلیو ولسونو د بریا د هیلې په څرګندولو سره، وویل: صهیونیستي رژیم په ۲۰۲۴ میلادي کال کې د فلسطینیانو په خلاف تر ټولو بد او ناوړه جنایتونه تر سره کړي دي.
-
اسرائيلو په ۲۰۲۴کال ترټولو بد جنایتونه وکړل
Jan 01, 2025 02:58د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په دې هیلې سره چې نړۍ په ۲۰۲۵کال کې په بې انصافه نظام او نیواکګرو باندې د فلسطین او دنوروکړیدلو ملتونود بریالیتوب شاهد ووسو ،ووئيل؛ اسرائیلی رژيم په ۲۰۲۴کال کې د فلسطینیانو په ضد ترټولو بد جنایتونه وکړل.
-
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي له شهباز شریف سره لیدلي
Dec 31, 2024 08:05د پاکستاني دولتي رسنۍ ویلي چې، د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف پرون په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره له ټاکل شوي ځانګړي استازي محمد صادق خان سره لیدلي.
-
پر افغانستان برید به کرکه نوره هم زیاته کړي
Dec 28, 2024 02:43د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي چې، پر افغانستان د بمبارۍ او د کډوالو د جبري ایستلو له امله په پاکستان کې ترهګري کمه شوې نه ده، خو کرکه ورسره ډېره شوې ده.
-
که د پاراچنار یوازنۍستره لاره تر ۷۲ ساعتونو پورې خلاصه نه شي،نوټول پاکستان به بلاک کړي
Dec 25, 2024 02:54له پرون ناوخت راهسې د پاراچنار له مظلومو خلکو سره د خواخوږئ او همغږئ په خاطر د پاکستان په اسلام اباد،پنډئ ،کراچئ، لاهور ،فیصل آباد، آزادکشمیر ، جهنګ ، پشمول په لسګونو ښارونو کې پرلتۍ وهل شوي او پرلتۍ وهونکو کسانو اعلان کړی دی چې تر څو دپاراچنار ښار د مظلومو خلکو پرلتۍ وهنې روانې وي ،دوي به هم خپلو پرلتۍ وهنو ته دوام ورکړي.
-
په پاکستان کې د سیاسی ترینګلتاؤ اوج،امنینی مامورانو او مظاهره چیانو ته مرګ ژوبلې اوښتي
Nov 26, 2024 10:07له بیګا راهسې د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کې پوځ ګزمې کوي او د سترو حکومتي ودانیو ساتنه ئې زیاته کړې ده. دغه راز وئيل شوي دي چې دوه پولیس هم وژل شوي دي.
-
د شانګهای مشرانو د يو اړخيزتوب پر مخنيوي ټينګار وکړ
Oct 17, 2024 12:42د اسلام آباد د غونډې په وروستۍ اعلاميه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړو هېوادونو، پر هېوادونو د يو اړخيزو بنديزونو له لګولو سره د مخالفت ترڅنګ، دا یې د نړيوالو اصولو خلاف کار وباله.
-
اسلام آباد د شنګهایي په غونډه کښې د اسرائیلو جنایتونه وغندل
Oct 17, 2024 04:06د پاکستان وزیراعظم په اسلام آباد کښې د شنګهايي د ملګرتیا سازمان د غړو حکومتونو د مشرانو په وروستۍ غونډه کښې، د فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په غندلو سره، په غزه کښې د سمدستي اوربند لپاره د نړیوالې ټولنې د مسئولیت منلو غوښتنه وکړه.
-
داعش، پاکستاني طالبان او القاعده په افغانستان کې شتون لري
Sep 28, 2024 02:05د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په ملګرو ملتونو کې ادعا کړې، چې دا مهال په افغانستان کې د داعش، پاکستاني طالبانو او القاعدې په ګډون، ګڼې ترهګرې ډلې شتون لري.
-
پاکستان له ایران سره د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ
Sep 27, 2024 02:57د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ګډو هدفونو په تېره بیا په اقتصادي ډګر کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د دوه اړخیزو ملګرتیاوو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.