-
په الاقصی جومات تیری د تاوتریخوالو د زیاتولو لپاره دی
Aug 14, 2024 11:59ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست علي باقري کني په الاقصی جومات باندې د اسرائیلو د جعلي رژیم د کابینې د ځینو وزیرانو او د صهیونیسټ ښارګي میشته تیری په سیمه کښې د بې ثباتۍ او د تاوتریخوالي د زیاتولو لپاره لمسونکی اقدام وباله.
-
د غزې د عامو خلکو وږي ساتل یو جنګي جنایت دی
Aug 11, 2024 10:56د آسټریلیاخارجه وزیرې د صهیونیسټي رژيم د خزانې د چارو د وزیر د څرګندونو په محکومولو سره ووئیل، د عامو خلکو وږي ساتل یو جنګي جنایت دی او باید اسرائيلي رژيم ئې ځواب ویونکی ووسي.
-
امریکا له اسرائیلو سره ۳۰۵ میلیارډه ډالره مرسته کوي
Aug 10, 2024 02:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا سي این این ټیلي ويژن راپور ورکړ چې واشنګټن به د پوځي وسلو او د تجهیزاتو د اخیستلو لپاره د اسرائیلو رژیم ته درې سوه پینځه میلیارډه ډالره ورکړي.
-
په الحدیده بندر د صهیونیسټانو حملې د مونږ ځواب قطعي دی
Aug 09, 2024 02:35د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ رهبر سید عبدالملک بدرالدین په یولړ څرګندونو کې ووئیل، د الحدیده بندر د سونګو پر ګودام دصهیونیسټي رژيم وروستۍ حملې ته د مونږ ځواب قطعي دی او ترسره به شي.
-
د اسماعیل هنیّه ترور د صهیونسټانو سټراټژيکه تیروتنه وه
Aug 09, 2024 01:41د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت سرپرست د حماس غورخنګ د سیاسی دفتر د مشر شهیداسماعیل هنیّه ترور د صهیونیسټي رژيم یوه سټراټيکه تیروتنه وبلله.
-
د صهیونزم استعماري پروژه ولې بایدله ریښو وویستل شي؟
Aug 08, 2024 12:02پارس ټوډې - د تاریخ له مخې، استعمارګران په ډيرو کمو موردونو کې له استعمار یا بهرني دباؤ پرته له استعماري واکمنئ لاس اخلي. له همدې امله د استعمار په ضد د دوامدارو زیاتیدونکو تاوتريخوالي د مخنيوي يوازنۍ سمه لاره، د سخت داخلي او بهرني دباؤ کارول دي.
-
د اسلامی ملګرتیاموسیسه؛د اسماعیل هنیّه ترور د ایران پر حاکمیّت تیری دی
Aug 08, 2024 10:21پارس ټوډې – د اسلامی ملګرتیا موسیسې پرونۍ غونډې چې دعربستان په جدې کې ترسره شوې،پخپلې اعلامیې کې په تهران کې د حماس غورځنګ د سیاسی دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیّه دترور په محکومولو سره، اسرائيلی رژيم ددغه جنایتکار اقدام مسئول وبالۀ.
-
د جدې غونډه د ایران د جایزې دفاع حقه ملاتړ :-
Aug 08, 2024 09:11د عربستان په جده کښې د اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د کمیټۍ له غونډې وروسته ایران په تهران کښې د اسماعیل هنیه د ټرور په مقابل کښې د خپلې جایزې دفاع د حق د پرځایښت لپاره له ډیر قوي ملاتړ څخه برخمن شوی دی.
-
یحیی السنوار د شهید اسماعیل هنیه جانشین شو
Aug 07, 2024 03:52د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس په اعلامیې کې د شهید اسماعیل هنیّه د جانشین او ددغه غورځنګ دسیاسی دفتر د نوي مشر په توګه د یحیی السنوار د ټاکل کیدا خبر ورکړی دی.
-
زمونږځواب قطعي او پریکنده دی،نتنیاهو په لړزا دی
Aug 07, 2024 03:03د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر ا... د مقاومت د شهیدانو په تیره بیا د شهید فواد شکر د وینې د غچ په اخستو په ټينګار سره روښانه کړې ده ،وحشي صهیونیسټي رژيم ته زمونږ ځواب هغه که په ځان له سر وي او که له مقاومتي جبهې سره یو ځاي ، پریکنده او قطعي دی.