-
دډنمارک افراطیانو بیا د قرآن کریم سپکاوی کړی
Jul 26, 2023 02:54د سویډ او ډنمارک په دغو جنایتونو باندې په سترګو پټولو سره یوازې په محکومیّت بسنه کړې،البته مدعي شوی چې د بیان د آ زادۍ د ساتنې د مخصوصو قوانینو د درلودلو په دلیل ددغه شان کار خنډ نشي کیدلی.
-
امیر عبداللهیان د قرآنکریم د سپکاوي پر وړاندې د اسلامي هېوادونو د ټینګ درېځ پر خپلولو ټینګار وکړ
Jul 24, 2023 02:59د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له خپل کویټي سیال سره په ټلفونی خبرو کې په سویډن او ډنمارک کې قرآنکریم ته د سپکاوي د غندلو ترڅنګ، د دغو اقداماتو په غندلو او مخنیوی کې د اسلامي هېوادونو د ټینګ دریځ پر خپلولو ټینګار وکړ.
-
د سویډن د حکومت لخوا د سپکاوي غندل کافي نه دي
Jul 23, 2023 01:23ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل د سویډن د حکومت لخوا قران کریم ته د سپکاوي د غندلو د بیانیې خپریدل هیڅکله کافي نه دي او دغه حکومت باید د دغه جنایت عاملین عدالت ته وروسپاري.
-
اسلامي هیوادونه باید له سویډن سره اړیکې غوڅې کړي
Jul 23, 2023 02:10زمونږ خبریال راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر سید حسن نصر الله بیګا په سویډن کښې د قران کریم وروستیو سپکاویو ته په غبرګون کښې وویل دریځ نیونې باید د سویډن له حکومت سره د ډيپلوماټیکو اړیکو په غوڅیدا بدلې شي.
-
د اسلامي ویښتیا ټولنې د قران کریم سپکاوی وغاند
Jul 23, 2023 01:44زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې د یوې بیانیې په خپرولو سره په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی وغاند.
-
ایران د اسلامي هیوادونو د غونډې غوښتنه وکړه
Jul 23, 2023 01:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون مازیګر د ترکیي له خارجه وزیر سره په ټیلي فوني خبرو کښې قران کریم ته د سپکاوي په غندلو کښې د ترکیې د دریځونو په قدرونې سره وړاندیز وکړ چې په چټک ډول د اسلامي هیوادونو د خارجه وزیرانو ځانګړي غونډه جوړه شي.
-
اسلامي هیوادونه باید د سویډان سفیران اخراج کړي
Jul 21, 2023 10:00المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله مشر سید حسن نصر الله په اسلامي او عربي ملتونو غږ وکړ چې له خپلو حکومتونو وغواړي له سویډن څخه خپل سفیران وباسي او د سویډن سفیران هم له هیواده اخراج کړي.
-
د قران مجید د سپکاوي تکراریدل او د اسلامي هیوادونو د پریکنده غبرګون ضرورت:-
Jul 21, 2023 09:42په تیرو څو اونیو کښې د دوهم ځل لپاره په سویډن کښې د قران کریم د سوځولو عاملانو د اسلام ضده غونډې د ترسره کولو لپاره د پولیسولخوا له اجازت له ترلاسه کولو وروسته په پلازمینې اسټکهلم کښې د قران مجید سپکاوی وکړ.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د قران کریم سپکاوی وغاند
Jul 21, 2023 08:03ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش ته په یوه لیک کښې په سویډن کښې د قران کریم د سپکاوي د غندلو په ترڅ کښې په هغه غږ وکړ
-
د ټول ایران خلک د قران کریم د سپکاوي پرضد مظاهرې کوي
Jul 21, 2023 07:41زمونږ خبریال راپور راکړی نن په ټول اسلامي ایران کښې د جمعې له لمونځونو وروسته قران مجید ته د سپکاوي د غندلو لپاره مظاهرې ترسره کیږي.