-
د افغانستان حل لاره، په ټولو قومونو د مشتمل پراخ بنسټه حکومت جوړیدل دي
Jul 06, 2023 12:07د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: حل لاره، په ټولو افغانستاني قومونو د مشتمل او ټول شموله حکومت جوړیدل دي او د ایران اسلامي جمهوریت به د میلیونونو افغانستاني کډوالو د کوربه توب ترڅنګ، په افغانستان کښې د انساني وضعې له ښه کیدو سره مرسته جاري وساتي.
-
د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې د لویدیځوالو منافقانه کړچار ته د ایران غبرګون
Jul 06, 2023 11:56د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند په جنین کیمپ کښې د صهیونیسټي رژيم جنایتونو ته په غبرګون کښې وویل: آیا امریکا او اروپا به د بشري حقوقو له شورا څخه، د حقیقت لټوونکې کمیټې د جوړولو غوښتنه وکړي؟
-
په شنګهايي سازمان کښې د ایران دائمي غړیتوب، د تهران د ډیپلماسۍ د قدرت نښه ده
Jul 06, 2023 11:36د پاکستان سټراټیجکې څیړاندې د شنګهايي په ملګرتیا سازمان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت دائمي غړیتوب، په څواړخیز پالنې کښې د تهران د ډیپلماسۍ د قدرت بیانونکی وباله.
-
د ناپیئلي غورځنګ د غونډې ترڅنګ د ایران د خارجه وزیر ملاقاتونه
Jul 06, 2023 11:33د ایران د بهرنیو چارو وزیر په آذربایجان جمهوریت کښې د ناپیئلي غورځنګ د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې ترڅنګ د عراق له خارجه وزیر سره وکتل او د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله یې د نظر تبادله وکړه.
-
اروپا دې داسلام ضده پروسې له ډولونو سره اغیزشیندونکي اوجدی مقابله وکړي
Jul 05, 2023 01:27د ایران داسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون ناوخته د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن له مشر جوزف بورل سره په ټيلیفوني تماس کې له اسلامه د ویرونې له ډولونو سره د اروپا د جدی او اغیزشیندونکي مقابلې پر ضرورت ټينګار وکړ.
-
مصر او ترکیې هم خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته پیل کړې
Jul 05, 2023 01:53انقرې او قاهرې له دیارلسو کلونو وروسته ، د سفیرانو په مبادلې سره خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته پیل کړې .
-
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي نمایندګۍ پر ستراتیژیک چوکاټ نیوکه شوې، په اړه یې زموږ د همکار راپور واورئ
Jul 04, 2023 10:02په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي نمايندګۍ د افغانستان لپاره ستراتېژیک چوکاټ جوړ کړی خو پر دغه چوکاټ نیوکې هم شوي. د یوناما له لوري په دې ستراتېژیک چوکاټ کې له افغانانو د ملاتړ په برخه کې له ۲۰۲۳ کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د ملګرو ملتونو لومړیتوبونه په ګوته شوي.
-
د افغانستان په سویل کې د انسان تښتوونکو ډله نیول شوې، بشپړ معلومات په راپور کې واورئ
Jul 04, 2023 09:25راپورونه وایي چې د افغانستان په سویل هلمند کې د دې ولایت د امنیتي چارواکو له خوا څخه د انسان تښتوونکو یوه (۷) کسیزه ډله نیول شوې.
-
د افغانستان په پروان ولايت کې د سمنټو پروژې زرګونه کسانو ته کاري بوختیا برابره کړې، بشپړ راپور ته غوږ شئ
Jul 04, 2023 09:13د افغانستان شمالي لور پروان ولايت کې چېرته چې راپورونه وایي د سمنټو په پروژه کې به زرګونه کسان په دنده شي.
-
په ننګرهار ولایت کې د پلاستیکي بوجیو یوه تولیدي فابریکه جوړه شوې، نور حال زموږ د همکار په راپور کې واورئ
Jul 04, 2023 07:43د یادې فابریکې د جوړوونکو په وینا، لسګونه کسانو ته په دې فابریکه کې د کار کولو زمینه برابره شوې ده.