-
ترکیه د پاکستان له ورور ملت سره مټ په مټ ولاړه ده
May 14, 2025 01:44د ترکیې د حکومتي کابینې غونډې ته په وینا کې، ددغه هیواد ولسمشر رجب اردوغان وویل چې د پاکستان او هند ترمینځ د اوربند پر سر مونږ خوشحاله یو، مونږ په کشمیر کې دوحشي ډوله ترهګریزو بریدونو او پر پاکستان د توغندیو بریدونو په اړه خپل روښانه دریځ څرګند کړی دی .
-
که چیرې د اوبو مسله حل نشوه نو د هند او د پاکستان اوربند له ګواښ سره مخ کیږي
May 13, 2025 08:52زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وویل که چیرې د هندوستان او د پاکستان ترمینځ په راتلونکو خبرو کښې د اوبو مسله حل نشي نو اوسنی اوربند به له ګواښ سره مخامخ شي.
-
د هندهوایی ځواک له پاکستان سره په جنګ کې څرنګه ماته وخوړه ؟
May 12, 2025 10:17د ۲۰۲۵ کال د می د ۷مې په لومړیو ساعتونو کې، د هند هوايي ځواک خپلې لسګونه جنګي الوتکې د ناڅاپي عملیاتو د ترسره کولو او د هغو ترهګرو ډلو د ادعا شوي مرکزونو د برید په هدف والوزولې چې د هندي سیلانیانو د وژنې مسؤلې یی بللي دي . هنديانو د خپلو عملیاتو نوم "سندور" غوره کړی و.
-
د هندوستان لخوا د اوبو د تړون په هکله د پاکستان دریځ په خپل ځای دی
May 12, 2025 01:05ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د پوځ ویاند جنرال«احمد شریف چوهدري» له هندوستان سره د اوربند موافقې ته د پاکستان د ځواکونو د ژمن پاتې کیدا په اعلان سره وویل د اوبو د ګډ تړون په ځنډولو کښې د هندوستان پرضد زمونږ دریځ په خپل ځاي شته او اسلام اباد د هندوستان لخوا د اوبو هر ډول بندول د جنګ په معنا ګڼي.
-
پاکستان له هندوستان سره په دقیق ډول اوربند اجرا کوي
May 11, 2025 00:23ایرنا خبري اژانس راپور راکړی پاکستان د اوربند د خلاف ورزۍ په هکله د هندوستان دریځ ته په غبرګون کښې د نوي ډيلي ځواکونه په کارړنګونې تورن کړل او ویې ویل اسلام اباد د اوربند دقیق اجرا کولو ته ژمن دی او په سیمه کښې دیره ځواکونه باید زغم وښيي.
-
د ۷ هېوادونو ډلې له هند او پاکستان غوښتي چې مستقیمې خبرې اترې وکړي
May 10, 2025 12:15پارس ټودي - د ۷ هېوادونو ډلې (کاناډا، فرانسه، جرمني، ایټالیا، جاپان، امریکا، بریتانیا او اروپايي اتحادیې) له هند او پاکستان غوښتي چې اعظمي زغم وښيي او یو له بل سره مستقیمې خبرې اترې وکړي.
-
طالبان: د هند لخوا په افغانستان کې هیڅ ډول توغندی ندی لګیدلی
May 10, 2025 11:48د طالبانو د ملي دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي د پاکستان هغه ادعا رد کړه چې ویل یې هند د پاکستان پر خاورې د توغندیزو بریدونو په ترڅ کې د افغانستان خاوره هم په نښه کړې ده.
-
د هند او پاکستان د شخړې استعماري ریښې
May 10, 2025 09:50پارس ټودی - د هند او پاکستان ترمنځ شخړه د اوږدې مودې راهیسې د سویلي آسیا یوه له پیچلو او دوامداره شخړو څخه ده، چې ریښې یې د بریتانیا استعماري دورې ته ورګرځي او د بریتانیا، د پخواني استعماري ځواک په توګه، د دې شخړې د جوړولو او دوام ورکولو کې رول لري.
-
هند د پاکستان پر ۳ هوايي اډو بریدونه کړي
May 10, 2025 02:25د پاکستان د پوځ ویندوی وايي چې هندي الوتکو تېره شپه د پاکستان د راولپنډۍ د نورخان، شورکټ او مرید پر درېیو هوايي اډو بریدونه کړي دي.
-
پاکستان: له هند سره باید له اټومي شخړې ډډه وشي
May 09, 2025 09:43په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي نن ټینګار وکړ چې هند او پاکستان بایدله اټومي شخړې ډډه وکړي.