-
ایران ، اټومي انرژۍ نړیوال اژانس ته خبرداری ورکړ
Jun 15, 2022 23:59د ایران د اټومي انرژۍ ادارې ویاند بهروز کمالوندي د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانش مشر ته خبرداری ورکړ چې له غیر حرفه ايي او په سیاسي رنګ او بوې سره له څرګندونو واټن واخلي.
-
اسرائیلو ته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر سفر دغه اژانس ته سخت ګوزار ورکړ
Jun 13, 2022 08:32زمونږ خبریال وايي د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده نیواکي ټاټوبو( اسرائیلو) ته د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس د مشر رافائیل ګروسي په سفر باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل دغه سفر د اټومي اژانس اعتبار ته سخت ګوزار ورکړ.
-
د امریکا د زیات غوښتنو په مقابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت مقاومت:-
Jun 13, 2022 09:25د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اټومي خبرواترو د موضوع په هکله وویل مقابل لوري چې هرکله زیات غوښتنه کړي ده، مونږ د ایران له اقتدار او اوزارونو استفاده کړي ده چې هغه پوه شي د ایران د ملت ګټې او هوساینه زمونږ لپاره مهمه ده.
-
د ویانا خبرې اترې تراوسه بندون ته نه دی رسیدلي
Jun 13, 2022 06:53د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړي ابوالفضل عمويي وویل د ویانا خبرې اترې بندون ته نه دي رسیدلي بلکې د اروپا د لوري په وسیله د امریکا او د ایران ترمینځ د ارتباط امکان شته.
-
د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس پریکړه لیک له بیړې ډک دی
Jun 12, 2022 01:36ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس واکمنې شورا ته د پریکړه لیک په وړاندې کولو کښې د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو اقدام له بیړې ډک او سیاسي وباله.
-
د بندیزونو د ختمیدا لپاره اوس هم فرصت شته
Jun 12, 2022 00:37فارس خبري اژانس وايي په ویانا کښې دیره په نړیوالو موسسو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف د بایکاټونو د لغو کولو لپاره د ویانا د خبرو اترو په بهیر کښې رامینځته شوی ځنډ د لویدیځو هیوادونو لخوا یوه غلطه فیصله وبلله او په عین حال کښې یې وویل اوس هم د دغو خبرو اترو د له سره پیلیدا لپاره فرصتونه شته.
-
د ایران پرضد د پریکړه لیک هدف د امتیاز اخیستل دي
Jun 10, 2022 11:04زمونږ خبریال وايي د تهران د جمعې لمانځه خطیب ایت الله سید احمد حاتمي د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د پریکړه لیک د خپرولو هدف په خبرو کښې د امتیاز ترلاسه کول وبلل.
-
د ایران پرضد پریکړه لیک لیونتوب و
Jun 10, 2022 08:08زمونږ خبریال وايي په ویانا کښې په نړیوالو ادارو کښې د روسیې دائمي استازي میخائیل اولیانوف د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد د امریکا او د دریو اروپايي هیوادونو بریتانیا ، فرانسې او جرمني پریکړه لیک له لیونتوب څخه ډک وباله.
-
د ایران ملت هیڅکله د زور خبره نه مني
Jun 10, 2022 06:45زمونږ خبریال وايي د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي بیګا په دې خبرې سره چې د اټومي انرژۍ د نړیوال اژانس په واکمنې شورا کښې د ایران پرضد پریکړه لیک تصویبیدل د صهیونیسټ رژیم په لمسولو سره ترسره شوي دي وویل هیڅوک د زور په ژبه د ایران له ملت سره خبرې نشي کولای.
-
د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس د صهیونیستانو په واک کې دی
Jun 10, 2022 01:59د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجیو د سازمان مشر د دې په بیانولو چي د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس د صهیونیستانو په اسارت کې دی، وویل: د خواښینی ځای دی چي یوه نړیواله اداره د یوه نامشروع رژیم له لوري کنټرولیږي او د هغه حیثیت یې زیانمن کړای شوی دی.