-
فلسطینیومبارزانو پرصهیونیسټي ښارګوټو دلسګونوتوغندیوبریدکړی
May 20, 2021 01:52داپه داسې حال کې دي چې د صهیونیسټي رژيم دپوځ ویندوي آویخانی ادرعي وړمه شپه وئیلي وو ، دفلسطین مقاومتي ډلو په اسرئيلو کابو دولس زره توغندي ویشتي دي چې دا د اسرائیلو په تاریخ کې هیڅ مخینه نه لري .
-
اسرائیل غزې ته د انسان دوستۍ د مرستو مخه نیسي
May 20, 2021 01:48دغې سیمې ته د مرستندویه ډلو دواردیدو د اجازت نه ورکول د نړیوالو اصولو په خلاف ا و د یوې سترې انساني غمیزې د رامینځةکولو ټلۍ کړنګوي . چې باید نړیواله ټولنه په دې اړه سملاسی او جدي اقدامات وکړي.
-
د افغانستان ولس د اسلامی انقلاب د معظم لارښود دهمدردۍ قدردان دی
May 20, 2021 00:41د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا... العظمي سید علی خامنه اي دکابل د سیدالشهداء دښونځي په وړاندې دبوږنونکي ترهه ګرې حملې په محکوملو سره وئيلي ، د خداي لعنت وي پر هغو جنایتکارو چې د افغانستان مظلومې غوټئ ئې پاڼې پاڼې کړي دي .
-
د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د احیاء لپاره موافقه کیدونکي ده
May 20, 2021 00:31د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دګډ کمیشن اروپائي غږملونکي آنریکه مورا هم ددغو خبرواترو له ختمیدا وروسته وئيلی دي ،بشپړ ډاډ لري چې دغه نهائي موافقه به ترلاسه شي .
-
د ویانا په ایټمي خبرو کې اوڅاره پرمختګ شوی دی
May 20, 2021 00:24د ایران دریځونه په بشپړ ډول روښآنه دي ، امریکا په پيل کې باید درست بندیزونه ختم کړي او ایران د امریکا د بندیزونو دلغوه کیدا له تائيدولو وروسته په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې خپلو ژمنو ته بیرته ګرځي
-
له افغانستانه بهرنیان ووتل نو نوره دلته جګړه ناروا ده
May 20, 2021 00:12د افغانستان د حج او اوقافو وزارت ویندوي فضل محمد حسیني د دغې ناستې د جوړېدو د موخې په باب رسینیو ته وئيلی دي ، په دې غونډه کې پتیّل شوې چې دینی عاملان د دیني ارشاداتو او قرانکریم او سنتو په اساس دا ډول ستونزې څرنګه حل کولی شي ، دوي ټينګار کړی ، له افغانستانه بهرنیان ووتل اونوره په دغه هېواد کې د جګړو لپاره پلمه نهشته."
-
په ویانا کې دنړیوالې ایټمي موافقې په سرکوټلی خبرې دوام لري
May 19, 2021 02:08د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې دغړو هیوادونو لوړپوړي ډيپلوماټان په وروستیو اونیو کې د آسټریا په پلازمینې ویانا کې سره غونډ شوي څو دایران دایټمي موافقې داحیاء او دامریکا دبندیزونو دختمولوپه باب سره مشورې وکړي .
-
د فلسطین مقاومتي ځواک په نیواکي ټاټوبو دتوغندیوسخت بریدونه کړي
May 19, 2021 02:04سرایا القدس نومې مبارزې ډلې هم په اشدود باندې دتوغندوي حملو په تائيدولو سره وئیلي دي ،دغه ښار د مقاومتي توغندیو دنوی حملو په شیشت کې ورغلي دي .
-
په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو زیات ګډون ډیر اهمیّت لري
May 19, 2021 01:54ټول باید د انتخاباتو سره داړونده چارو په اجرا کې داسې هڅه وشي ، چې د خلکو ژوند اوسلامتیا یو اصلی لومړیتوب شي . او د هر هغه اقدام چې په انتخاباتو کې دخلکو سلامتیا له خطرې سره مخامخ کوي ،مخنیوی وشي .
-
په درستې نړۍ کې د فلسطینیانو په ضد د صهیونیسټي رژيم په خلاف کرکه په زیاتیدا ده
May 19, 2021 00:44د ایټالیا د کارګرانو یوې مشهورې ټولنې پخپلې یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، اطلاعات ئې ترلاسه کړي دي ،ددې لپاره چې د سنګاپور په بیرغ سره د :آسیاټیک آئلینډ : بار وړونکي کشتۍ چې له چاودیدونکو موادو او وسلو په ډکو کنټینرونو د بارولو په حال کې ده ؤ او د اسرائيلو د اشدود بندر په لور به وخوځيږي ، کارګرانو ددغې کشتۍ له بارونې ډډه کړې او وئیلي ئې دي ، په فلسطین کې د عامو خلکو په تیره بیا د ماشومانو او ښځو د وژلو په دوام سترګې نشي پټولی او په دغو جنایتونو کې به ګډون ونه کړي .