-
افغانستان ته د عراقچي د سفر د اهمیت علت څه دی؟
Jan 26, 2025 10:20د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په داسې شرایطو کې کابل ته ورسېد، چې دغه سفر د ایران او افغانستان او همدارنګه د سیمې د هېوادونو لپاره ډېر ارزښت لري.
-
د ایران د بهرنیو چارو وزیر کابل ته ورسېد
Jan 26, 2025 07:45د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د افغانستان له سرپرست حکومت سره د خبرو لپاره کابل ته ولاړ.
-
د افغانستان طالبانو په هرات کې دوه کسان د غلا په تور ووژل
Jan 26, 2025 01:23زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان په هرات ولایت کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په دغه ولایت کې دوه کسان د غلا په تور په ډزو وژلي دي.
-
له ۵ زرو څخه زیاتو افغان نجونو د پاکستان تحصیلي بورسونو ته نوملیکنه کړې
Jan 25, 2025 03:57د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې ددغه هېواد له خوا افغان زده کوونکو ته د تحصیلي بورسونو د ازموینې د نېټې په رسېدو سره همهاله په زرګونو افغان نجونو په دغه آزموینه کې د ګډون او د بورسونو ترلاسه کولو لپاره نوملیکنه کړې ده.
-
یوناما له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر زده کړه بندیز پایته ورسوي
Jan 25, 2025 03:06د زده کړو نړیوالې ورځې په مناسبت، د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د افغان نجونو لپاره د زده کړو د دوامداره محرومیت په اړه “ژوره خواشیني او ژوره اندېښنه” څرګنده کړه، ځکه چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې پکې له ښوونځیو څخه منع دي.
-
هېواد مو یوازې د علم او پوهې له لارې د پردو له احتیاجه خلاصېدای شي
Jan 25, 2025 02:58د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د زده کړو نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې یوځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانیستلو هيله ښودلې ده.
-
د پاکستان له کراچۍ زندان څخه یوه افغانه مېرمن له دوو کلونو بند وروسته آزاده شوه
Jan 25, 2025 02:47په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت ویلي چې یوه افغانه مېرمن د پاکستان په کراچۍ بندخونه کې له دوو کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شوې ده.
-
آلمان په جرمونو تورن افغانان له خپلې خاورې باسي
Jan 24, 2025 03:48د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر پرون په برلین کې وویل، جرمني هڅه کوي چې په جرمونو نور تورن افغانان، افغانستان ته واستوي.
-
د بدني ښکلا نړیوال افغان تل علي رضا آساهي ومړ
Jan 24, 2025 03:01د افغانستان د بدني ښکلا ملي لوبغاړي علي رضا آساهي په ناڅاپي توګه د زړه درېدو له امله ساه ورکړې ده.
-
افغانان دې امریکا ته په کډوالۍ کې له بندیز څخه مستثنا شي
Jan 24, 2025 02:55د افغانانو د تخلیې د ایتلاف مشر شان وان ډایور ویلي، تمه لري چې د امریکا نوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ امریکا ته د کډوالو پر ورتګ باندې له لګول شوي بندیز څخه هغه افغانان مستثنا کړي، چې په امریکا کې د مېشت کېدو لپاره یې درخواستونه په جریان کې دي.