-
د ایران دفاعي ځواک د دښمن پر وړاندې یو قوي خنډ دی
Jul 12, 2023 04:21د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ځواک قوماندان، د ایران دفاعي ځواک له یو پیاوړي خنډ سره پرتله کړ او وویل، له دغه ځواک سره د مقابلې لپاره هر هغه اقدام چې ترسره کېږی، یو ځانمرګی او له ډبرې سره د سر د وهلو په څېر دی.
-
د بشري حقونو په شورا کې د صهیونیسټي رژیم د استازي تورونو ته د پاکستان غبرګون
Jul 12, 2023 04:00د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د صهیونیسټي رژیم د استازي تورونو ته په غبرګون کې وویل: د فلسطین د ولس په خلاف د صهیونیسټي رژیم د ظلمونو او تېریو اوږد تاریخ ته په پام سره، پاکستان د بشري حقونو په اړه د دې ظالم رژیم سپارښتنو ته اړتیا نه لري.
-
قرآن ته سپکاوی له بشري حقونو څخه سرغړونه ده
Jul 12, 2023 02:42د ایران د بهرنیو چارو وزیر د قرآن کریم سپکاوی د بشري حقوقو خلاف ورزي او د دوه میلیاردو مسلمانانو پروړاندې د کرکې، تاوتریخوالي او دښمنۍ د پارولو سبب وباله. پرون (سه شنبه) د آلمان په سویل لوېدیځ کې هم یوه افراطي د قرآنکریم یوې نسخې ته اور ورته کړ.
-
د ایران خواف – هرات افغانستان د اورګاډي پټلۍ پرانیستل شوه
Jul 12, 2023 02:13د افغانستان په هرات ولایت کې د ایران د خواف – "روزنک" ریل پټلۍ، د دواړو هېوادونو د چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.
-
کویټ په سویډني ژبه د قرآنکریم سل زره نسخې چاپوي
Jul 12, 2023 01:15د کویټ حکومت په پام کې لري چې په سویډني ژبه د قرآنکریم سل زره نسخې ووېشي.
-
د ایران په پولو کې تلپاتې امنیت ټینګ شوی دی
Jul 12, 2023 00:46د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز د دې په بیان سره چې ځینې ګاونډی هېوادونه د سرحدونو د امنیت په تامینولو کې خپل مسئولیت نه ترسره کوي وویل، د ایران د پوځي سرتېرو په زړورتیا سره د ایران سرحدونه له ډېر امنیت څخه برخمن دي.
-
د ایران او افغانستان اړیکې پر متقابل درناوي ولاړې دي
Jul 12, 2023 00:42په تهران کې د افغانستان د سفارت سرپرست د دغه هېواد او ايران اړيکې د ښه ګاونډيتوب او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې وبللې.
-
سپینزر دولتي شرکت په ۴ میاشتو کې ۳۷۰ مټریک ټنه پنبه تولید کړې
Jul 12, 2023 01:25د افغانستان د کندوز ولایت ځایي چارواکي وایي چې د روان کال په څلورو میاشتو کې د دې ولایت په سپینزر دولتي شرکت کې ۱۰۰۰ مټریک ټنه پنبهدانه پروسس شوې، چې ۳۷۰ مټریک ټنه حلاجي شوې پنبه ورڅخه ترلاسه شوې ده.
-
نن ورځ د لوېديځ ننګونه، په نړۍ کې د اقتصادي او سياسي ځواک مرکز ته د آسيا بېرته ستنېدل دي
Jul 11, 2023 09:28د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د سه شنبې په ورځ په تهران کې د آسیايي پارلمانونو د پلان او بودجې د دایمي کمېټې په پرانیست غونډه کې زیاته کړه چې دغه ستر بریالیتوب ته د لاسرسي او د دې تاریخي بدلون د مدیریت لاره، د سیمه ایزو همپالنې په شرایطو کې د څو اړخیزو همکاریو بنسټیز کول دي.
-
طالبانو د پاکستان د ځانګړي استازي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی
Jul 11, 2023 08:36د طالبانو د سرپرست حکومت وياند د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي آصف علي دراني وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي چې یوازې وزیرستاني کډوال نورو سیمو ته لېږدول کېږي. نور تفصیل زموږ د خبریال فضل غني حقمل په راپور کې واورئ