-
طالبان د سیلابونو د احتمالي رامنځته کېدو په اړه خبرداری ورکوي
Sep 07, 2026 08:09طالبانو اعلان کړی چې د ناڅاپي بارانونو له امله به د افغانستان د ځینو سیندونو د اوبو کچه لوړه شي.
-
ګوترش: د افغان ښځو پر کار بندیز دې سمدستي لغوه شي
Sep 07, 2026 08:02د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش په یو خپاره کړي بیان کې د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د «تبعیضي» سیاستونو په غندلو سره، له طالبانو وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د افغان ښځینه کارکوونکو پر کار بندیز سمدستي لغوه کړي.
-
په کابل پوليټکنیک پوهنتون کې د هوافضا او پرمختللو سیستمونو پوهنځی جوړېږي
Sep 07, 2026 07:52د لوړو زدهکړو وزیر پرون وویل چې وزارت یې بهرني استادان هم ګمارلي، خو د دغو استادانو د هېوادونو او دندو په اړه یې جزئیات نه دي ورکړي.
-
پاکستان له طالبانو سره د چین د خبرو اترو له هڅو هرکلی وکړ
Sep 05, 2026 05:53پاکستان اعلان کړی چې د «ارومچي» بهیر پرمختګ د طالبانو په اقداماتو پورې تړلی دی.
-
د افغانستان او ایران چارواکو د رېلپټلۍ پر همکاریو خبرې وکړې
Aug 31, 2026 14:48د افغانستان، د اوسپنې پټلۍ ادارې عمومي رئیس، مولوي عبدالکریم فاتح په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بیګدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ اړوند پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کړې دي.
-
په ایران کې د بهرنیو اتباعو شمېر کم شوی
Aug 31, 2026 14:03ایران اعلان کړی چې د ۱.۸ میلیونه افغان کډوالو په وتلو سره په دغه هېواد کې د بهرنیو اتباعو شمېر کم شوی دی.
-
ایران او طالبانو د پټرولیم او ګیس په برخه کښې د ملګرتیا په پراختیا ټینګار وکړ
Aug 31, 2026 13:52د طالبانو یو چارواکي او په کابل کې د ایران سفیر د کانونو او تیلو په برخو کې د دوه اړخیزې همکارۍ په اړه د نظرونو تبادله وکړه.
-
د درس په کلاسونو کښې د افغان نجونو ځای لاهم خالي دی
Aug 31, 2026 13:39ملګرو ملتونو اعلان کړی چې تش ټولګي په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو د نن ورځې واقعیت دی.
-
اروپا د افغان کډوالو د ایستلو په لټه کې ده
Aug 31, 2026 13:25ټاکل شوې چې د اروپا پارلمان د افغان کډوالو د ایستلو د موضوع د څېړلو لپاره غونډه جوړه کړي.
-
د کونړ له خونړۍ زلزلې یو کال وروسته؛ د ډېرو کورنیو لپاره دایمي سرپناه لا هم یوه هيله ده/ غږیز رپورټ
Aug 31, 2026 12:33د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۳۱مه د افغانستان په ختیځ کې ۶ اعشاریه صفر درجې زلزلې د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو ګڼې سیمې ولړزولې، چې تر ټولو دروند زیان یې په کونړ ولایت کې ثبت شوی دی. د زلزلې اصلي اغېز په کونړ کې د نورګل او څوکۍ ولسوالیو او په ننګرهار کې د درهنور ولسوالۍ پر خلکو اوښتی و. د زیانونو ډېره برخه په نورګل ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.