-
حقیقتونه په امریکا ( سپینه ماڼۍ ) کښې په فیصلو سره نه بدلیږي
May 08, 2025 09:01ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ملګروملتونو کښې د ایران نمایندګۍ د فارس خلیج د نوم د بدلولو لپاره د امریکا هر ډول احتمالي اقدام وغاند او ټینګار یې وکړ چې تاریخي حقایق په سیاسي فیصلو سره د بدلیدا وړ نه دي.
-
د هندوستان هیواد ډیرې صوبې د پاکستان حملې ته چمتو دي
May 08, 2025 08:20زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان په ځینو سیمو باندې له حملو وروسته د هندوستان حکومت د خپل هیواد د لویدیځ او د ختیځ له ډیرو حساسو صوبو څخه غوښتي دي چې د پاکستان حملې ته تیار ووسي.
-
د اسرائیلو نیواکګر رژیم به یوازې د خپل ځان دفاع وکړي
May 08, 2025 07:35ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د پوځي حملو د بندولو لپاره د یمن د انصار الله غورځنګ او د امریکا ترمینځ د اوربند موافقې ته غبرګون وښود او ویې ویل زما لارښوونکي قاعده دا ده چې اسرائیل به په هرو شرایطو او هره سیمه کښې په یوازې ځان خپله دفاع وکړي.
-
د سوریې د موقته حکومت مشر له اسرائیلو سره خبرې تائید کړې
May 08, 2025 07:04ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د سوریې د موقته حکومت مشر احمد الشرع چې په ابو محمد الجولاني مشهور دی د مینځګړو له لارې له اسرائیلو سره د غیر مستقیمو خبرو د ترسره کیدا خبر ورکړ او هدف یې د دواړو لورو له کنټرول څخه د حالاتو د وتلو مخنیوی وباله.
-
د روسیې او د اوکراین ترمینځ له نن څخه اوربند پیل شو
May 08, 2025 06:21زمونږ خبریال راپور راکړی د روسیې او د اوکراین ترمینځ اوربند له نن څخه پیل شو او دغه اوربند به د مي د میاشتې د لسمې نیټې تر نیمې شپې پورې دوام ولري.
-
عربستان سږکال د حاجیانو د هوساینې لپاره د ډیجیټل خدماتو او مصنوعي ذهانت ټيکنالوجۍڅخه استفاده کوي
May 08, 2025 01:59د سعودي عربستان اړونده چارواکو وئيلي دي ، د راتلونکي حج موسم لپاره ئې یو پراخ عملیاتي پلان جوړ کړی چې جزئیات به ئې ډېر ژر اعلان شي. دا پلان د مصنوعي ذکاوت( آرټیفیشل اینټلیجنس)، هوښیارو ټیکنالوژیو او ډیجیټل پلیټفارمونو پر اساس دی چې د حاجیانو او زیارتوالو د هوساینې لپاره ډیزاین شوی دی.
-
غزه کې نږدې ۴ زره ماشومان د لوږې له امله د مړینې له ګواښ سره مخ دي
May 06, 2025 02:50د غزې چارواکي وایي چې هلته له پنځهکلنۍ کمعمره څه باندې ۳ زره ۵۰۰ ماشومان د لوږې له امله د مړینې له خطر سره مخ دي. په داسې حال کې چې سلګونه زره نور ماشومان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
-
پاکستان ته د عراقچي د سفر اهمیت څه دی؟
May 05, 2025 08:40پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او همدارنګه د سیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په اړه د نظرونو تبادلې په موخه، له پاکستاني چارواکو سره د لیدنې او سلامشورو لپاره اسلام آباد ته ولاړ.
-
سپين دروغ د بي بي سي د پردې تر شا فساد
May 05, 2025 08:39یوه رسنۍ چې تل یې ځان د بې طرفۍ، صداقت او مسلکيتوب سمبول ښودلی، خو د دې ښکلي مخ تر شا ترخه او اندېښمنونکي حقایق پټ دي. له پراخی جنسي ناوړه ګټه اخیستنې نیولې تر جوړښتي تبعیض، د رسنیو پوښښ، او حتی له امنیتي ادارو او استعماري پالیسیو سره مستقیمه همکاري؛ بي بي سي یو ریکارډ لري چې یوازې په ښکلو شعارونو سره نشي له منځه وړل کېدای. اوس په ډیر تفصیل او مستند نظر سره دغو روایتونو ته د بیا کتنې وخت رارسیدلی دی.
-
په غزه کې ۴۰ نور فلسطینيان په شهادت ورسېدل
May 04, 2025 12:36د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په دوام سره په غزه کې ۴۰ نور فلسطینیان په شهادت ورسول شول.