-
مقاومتي ځواکونه په سیمه کې په خپلواکه توګه عمل کوي
Jan 15, 2024 08:22د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان وویل: مقاومتي ځواکونه د یمن په ګډون په سیمه کې، په خپلواکه توګه او د خپلو ګټو په چوکاټ کې اقدام کوي.
-
جیش الظلم جنایتکاره ډله،تشکیلات او موخې ئې (وروستۍبرخه)
Jan 15, 2024 13:49د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه و الو په دې شیبو کې د جیش الظلم (جیش العدل)جنایتکارې ډلې د تشکیلاتو او سپيروموخو نومې لړۍ له ننني وروستي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو.ددغې لړۍ په مخکینۍ برخې کې مو ددغې ډلګۍ د جوښت او موخو په باب درسره وغږیدو،نو اوس هم په وروستۍ برخې کې په ایران کې دړ ځینو مرتجو عربو هیوادونو او امریکا د ملاتړ وړ دغې ډلګۍ د انسان ضده او تورتمې کارنامې ځيني برخې هم درسره شریکې کوو، هو هیله ده ترپایه راسره ملتیا و کړئ.
-
په افغانستان کې د ایران سفیر پاکستان ته په سفر تللی
Jan 15, 2024 11:51په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر له پاکستاني چارواکو سره د کتنې او مشورې په موخه اسلام اباد ته تللی دی.
-
عراق ته د ایران په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی
Jan 15, 2024 09:50د ایران او عراق د سوداګرۍ د ګډې خونې یوه غړي په تېرو ۱۰ میاشتو کې عراق ته، د ایران په صادراتو کې د ۳۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکړ.
-
د حضرت امام علي نقي ع د شهادت د کلیزې په هکله تسلیت وایو
Jan 15, 2024 00:24زمونږ خبریال راپور راکړی نن د دوشنبې ورځ د دوه زره څلرویشتم میلادي کال د جنورۍ د میاشتې پینځلسمه او د څوارلس سوه پینځه څلویښتم میلادي کال د رجب د میاشتې د میاشتې دریمه نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لسم امام حضرت علي النقي علیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.
-
د ایران حقوق پوهانو د فلسطین په ملاتړ کښې غونډه وکړه
Jan 15, 2024 01:24ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی په تهران کښې د ملګروملتونو د دفتر مخ ته د فلسطین د غزې تړانګې له مظلومو خلکو د ملاتړ او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د غندلو لپاره د ایران د انقلابي حقوق پوهانو عمومي غونډه ترسره شوه.
-
ایران تل د واحد چین د اصل ملاتړ کړی دی
Jan 15, 2024 00:58ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند « ناصر کنعاني» ټینګار وکړ ایران تل د «واحد »چین د اصل ملاتړ کوي.
-
د ایران ولسمشر د یمن د ستر ملت د زړورتیا درنښت وکړ
Jan 15, 2024 00:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون د یمن د لوړې سیاسي شورا د مشر« مهدي المشاط» ټیلي فوني تماس ته په ځواب کښې د فلسطین له مظلومو خلکو په ملاتړ کښې د یمن د ستر ملاتړ د زړورتیا درنښت وکړ او د بیلابیلو هیوادونو لپاره په سمندر کښې د کشتیو د تګ راتګ د امنیت د ساتلو پر سیاست یې ټینګار وکړ.
-
رئیسي: فلسطین د نړۍ د بشریت په لومړنۍ مسلې بدل شوی دی
Jan 14, 2024 11:23د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر مقاومت او دریدا د فلسطین د مسئلې حل لاره وبلله او زیاته یې کړه که ظالم بهیر مزاکرات او منطق نه منی نو په مقابل کې یی یوازنۍ منطق مقاومت دی.
-
د ملګرو ملتونو راپور ورکونکۍ د کرمان برید یو ترهه ګربرید وباله
Jan 14, 2024 09:26د ښځو او نجونو په وړاندې د تاوتریخوالی په چارو کښې د ملګرو ملتو رپورټرې ریم اسلم د ټولنیزو حقوقو او آزادیو د تحقق په لړ کښې د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر د مرستیالې سکینه سادات پاد د لیک په ځواب کښې د کرمان حمله یو ترهګریز برید وباله او دغه جنایت یې غندلی دی.