-
د سویډن د حکومت لخوا د سپکاوي غندل کافي نه دي
Jul 23, 2023 01:23ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي وویل د سویډن د حکومت لخوا قران کریم ته د سپکاوي د غندلو د بیانیې خپریدل هیڅکله کافي نه دي او دغه حکومت باید د دغه جنایت عاملین عدالت ته وروسپاري.
-
د اسلامي ویښتیا ټولنې د قران کریم سپکاوی وغاند
Jul 23, 2023 01:44زمونږ خبریال راپور راکړی د اسلامي ویښتیا نړیوالې ټولنې د یوې بیانیې په خپرولو سره په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی وغاند.
-
ایران د اسلامي هیوادونو د غونډې غوښتنه وکړه
Jul 23, 2023 01:32ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون مازیګر د ترکیي له خارجه وزیر سره په ټیلي فوني خبرو کښې قران کریم ته د سپکاوي په غندلو کښې د ترکیې د دریځونو په قدرونې سره وړاندیز وکړ چې په چټک ډول د اسلامي هیوادونو د خارجه وزیرانو ځانګړي غونډه جوړه شي.
-
دسویډ حکومت د قران سپکونکې داسلامي هیوادونوقضایی اداروته وسپاری
Jul 22, 2023 12:05د رهبرۍ دستر مقام د پیغام په متن کې زیاته شوی ده د سویډ حکومت باید پوهه شی چی له جنایتکار په ملاتړ سره یې د اسلامی دنیا په وړاندی جنګی ارایش نیولی دی او د مسلمانو ملتونواو د هغو د ډیرو دولتونو عمومي دښمنی او کینه یې ځانته جلب کړی ده .
-
د نړۍ د مسلمانانوعقیدو ته سیپکاوی بې لګښته ندې
Jul 22, 2023 10:10قالیباف ټینګار وکړ د نړۍ د مسلمانانو د عقایدو سپکاوی او د احساساتو داغي کول بی لګښته ندي او د سویډ دولت باید د دغو سپکاویو ځواب ووایی .
-
د سویډ سفیرایران ته د ستنیدواجازه نلری
Jul 22, 2023 09:16د ایران خارجه وزیر ښاغلی حسین امیر عبداللهیان وویل د اسلامي ایران د ولسمشر په حکم د سویډ نوې سفیر تر هغه وخته چی د دغه هیواد حکومت د اسلامي سپیڅلتیاو له دوامداره سپکاوی سره د مقابلې لپاره جدی اقدام ترسره نکړی ایران ته به د ستنیدا اجازه ونلری .
-
روسیې ته د ایراني بې پیلوټه الوتکو د صادرولو ادعا بې اساسه ده
Jul 22, 2023 04:20د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، پر روسیې د بې پیلوټه الوتکو د پلورلو په پلمه، د اسلامي جمهوریت پرضد د اروپایي ټولنې د نویو بندیزونو د لګولو په غبرګون کې وویل، روسیې ته د ایران د بې پیلوټه الوتکو د صادرولو ادعا بې اساسه ده.
-
د قرآنکریم د پرلپسې سپکاوي په تړاو د اسلامي همکاریو سازمان له سرمنشي سره د امیر عبداللهیان خبرې
Jul 22, 2023 04:06د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان په سویډن کې د قرآنکریم د پرلپسې سپکاویو په اړه د اسلامي ملګرتیا سازمان له عمومي منشي حسین ابراهیم طه سره ټلفوني خبرې اترې وکړې.
-
قرآن ته سپکاوى کوونکی بايد ونيول او محاکمه شي
Jul 22, 2023 02:48د ایران د بهرنیو چارو وزیر له خپل سویډني سیال سره په ټلفوني خبرو کې په سویډن کې د قرآنکریم د سپکاوي د عاملینو په نیولو او محاکمه کولو ټینګار وکړ.
-
د ټول اسلامي ایران خلکو د قران کریم سپکاوی په کلکه وغاند
Jul 21, 2023 11:45زمونږ خبریال راپور راکړی د ټول اسلامي ایران د جمعې لمانځه ترسره کونکو د لاریونونو په ترسره کولو سره په سویډن کښې د قران کریم سپکاوی وغاند.