له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو له وتلو د ولسمشر اشرف غني هرکلی :-
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د بهرنیو پوځيانو وتل د هیواد په اوسمهاله تاریخ کښې ترټولو ستر فرصت وباله .
اشرف غني پرون د کوچني اختر له لمانځه وروسته د افغانستان خلکو ته د دغه اختر په امبارکۍ ویلوسره د کابل د سید الشهدا د ښوونځي د شهیدانو او د هیواد د نورو پیښو د قربانیانو د وینې دفاع کول ملي دفاع وبلله .
اشرف غني زیاته کړه د جمهوریت د نظام پرمختګ په دې کښې دی چې هر ولسمشر څه موده وروسته له واک څخه ځي او هغه باید د ملت غوښتنې ته غوږ واچوي .
هغه وویل طالبان باید د یوې(۱) سیاسي او د اساسي حل لارې د انتخابولو په هکله فکر وکړي ځکه چې جنګ او د وینې تویول د هیواد د مشکلاتو حل لاره نه ده .
په عین حال کښې د افغانستان خبري سرچینو د سولې په وروستیو بدلونونو باندې د غور لپاره د هیواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي او د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره د اشرف غني د غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ .
د افغانستان د ولسمشر اشرف غني دغه خبره چې له هیواده د خارجي عسکرو وتل د افغانستان په اوسمهاله تاریخ کښې د بدلون پیچومی دی د ناټو او د امریکا لخوا د هیواد د نیواک د ختمیدا د اغیزونو ښودنه کوي .
کابو شل (۲۰) کاله مخکې امریکا او په ناټو تړون کښې د واشګټن متحدانو په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د طالبانو د کنټرولو په پلمه دغه هیواد ته ناجبرانیدونکي تاوانونه ورسول او په اوسنیو شرایطو کښې امریکا له افغانستان څخه د خپلو پوځیانو د ایستلو فیصله کړي ده چې دغه چاره د ولسمشر اشرف غني په وینا ترټولو ستر تاریخي فرصت دی چې کولای شي دغه هیواد د سیاسي او د ټولنیزو بدلونونو نوي پړاو ته ورداخل کړي .
په تیرو شلو(۲۰) کلونو کښې د افغانستان ملت هیله لرله امریکا او ناټو چې په دغه هیواد کښې یې له سرزورۍ او تاوتریخوالي سره د مبارزې ادعا کوله په هیواد کښې د ارامښت او د ثبات د ټینګیدا لپاره ضروري زمینه برابره کړي چې نه یوازې دغه هیله پوره نشوه بلکې په افغانستان کښې د خارجي عسکرو د شتون د وخت په زیاتیدا سره هلته جنګ او ناامنۍ له مخکې څخه زیاته هم شوه .
په تیرو شلو (۲۰) کلونو کښې په افغانستان کښې د امریکا او د ناټو د پوځي شتون بریا د دغه هیواد د سلګونو زره خلکو وژل کیدل او ژوبلیدل ، د بیخ بنایانو له مینځه تلل او د جنګ له کبله د پراخ اقتصادي شاته پاتې والي وو چې پرله پسې کلونه به له سیاسي ، ټولنیز ، اقتصادي او امنیتي پلوه د هغوې ورانونکي اثار د افغانستان د خلکو ژوند تر اغیز لاندې ولري .
په داسې شرایطو کښې چې امریکا فیصله کړي ده تر راتلونکي سپتمبر میاشتې پورې خپل پوځیان له افغانستانه وباسي په خلکو کښې دغه هیله رامینځته شوي ده چې د بهرنیو عسکرو په وتلو سره له طالبانو ډلې د جنګ د دوام انګیزه واخیستل شي او په دې سربیره د امریکا او د ناټو د عسکرو د خپل سره او یواړخیزه اقداماتو په بندیدا سره د افغانستان د نیواک د پړاو په شان د دغه هیواد د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ نشي .
په دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴) میلادي کال کښې په افغانستان کښې د خارجي عسکرو د ماموریت له ختمیدا وروسته د امنیت د تامینولو لپاره په داخلي ظرفیتونو باندې د افغانستان د وسله والو ځواکونو د تکیه کولو په هکله د تیرو شپږو (۶) کلونو تجربې وښودله چې افغانستان د خارجي عسکرو له ګډون او شتون پرته له ترهګرو ګواښونو سره مقابله کولای شي او سوکه سوکه د ارامښت او د ثبات د تامینولو لپاره خپل وسونه زیات کړي .
دې ته په پام سره چې حاضردمه امریکا په افغانستان کښې خپلې ځینې اډې خالي کړي دي او خپل ځواکونه یې په افغانستان کښې نورو اډو ته انتقال کړي دي هماغه راز د واشنګټن د عسکرو د ایستلو لپاره د امریکا د ولسمشر جوبایډن د فیصلې د اجرا په هکله شکونه شته او راتلونکي څو میاشتې د جوبایډن د دغه ژمنې د رښتیا د معلومولو لپاره یو (۱) فرصت دی .