د افغانستان خارجه وزير د فلسطينيانو په خلاف د صهيونېسټانو جنايتونه وغندل
د افغانستان خارجه وزير يو ځل بيا د غزې په تړانګه کښې په فلسطينيانو د صهيونېسټ رژيم د فوځ د حملو دوام وغندۀ.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې محمد حنيف اتمر پرون د اسلامي تعاون تنظيم د خارجه وزيرانو په آنلائن غونډه کښې په ټاکل شويو جغرافيائي پولو سره د خپلواکه حکومت د لرلو په اړه د فلسطيني ملت له حق څخه د افغان حکومت په ملاتړ باندې تاکيد وکړ او وې ويل، د فلسطين تريخجن حالت يو ډېر مشکلات لرونکے بحران دے چې اسلامي نړۍ ورسره مخامخ ده.
هغه له فلسطيني ولس سره د خپل هېواد د خلقو په پېوستون باندې په تاکيد سره زياته کړه،د صهيونېسټ رژيم لخوا له خپلو زمکو څخه د فسطينيانو وېستل د نړيوالو پرېکړليکونو واضحه خلاف ورزي ده.
حنيف اتمر همدارنګ له فلسطيني ملت څخه د اسلامي هېوادونو ملاتړ مهم او د سيمې او نړۍ د صلحې او ثبات په ګټه وبلۀ او له ملګرو ملتو او نړيوالې ټولنې يې وغوښتل چې په فوري توګه دې د غزې په تړانګې د دغه رژيم د حملو د بندولو اقدام وکړي.