په افغانستان کښې درې ورځنۍ ډزبندي ختمه شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i100402-په_افغانستان_کښې_درې_ورځنۍ_ډزبندي_ختمه_شوه
که څه هم د کوچني اختر په دریو ورځو کې ډزبندۍ خلق یو ځل بیا صلحې ته هیله من کړل، خو په ځنو ولایتونو کې د یوشمېر امنیتي پېښو په رامنځته کېدو سره له اوربند څخه سرغړونه وشوه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 17, 2021 07:20 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې درې ورځنۍ  ډزبندي ختمه شوه

که څه هم د کوچني اختر په دریو ورځو کې ډزبندۍ خلق یو ځل بیا صلحې ته هیله من کړل، خو په ځنو ولایتونو کې د یوشمېر امنیتي پېښو په رامنځته کېدو سره له اوربند څخه سرغړونه وشوه.

هلمند، قندهار، قندوز، کابل او یو شمېر نور ولایتونه د کوچني اختر په ورځو کې د مرګونو چاودنو او بریدونو شاهدان وو.

خو حکومت او طالبان یو بل له اوربند څخه په سرغړونو تورنوي.

امنیتي مسوولین تل طالبان د دغو خونړیو بریدونو د عاملانو او یا هم دغو بریدونو ته د زمینې برابرونکو په توګه تورنوي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، حکومت په یوشمېر سیمو کې د ډزبندۍ خلاف ورزي وکړه.

د پوځي چارو شنونکی محمدصدیق ساحل وويل: «که څه هم د تروریستي بریدونو مسوولیت کومه ډله پر غاړه نه اخلي، خو د دغو جنایتونو اساسي مسوولیت د حکومت او طالبانو په غاړه دے.کشفي او استخباراتي ځواکونه باید له بل هروخت ډېر فعال شي.»