په کابل کې چاودنې درې تنه ټپیان کړل
Jun 06, 2021 12:42 Asia/Kabul
د کابل امنیتي چارواکي د ښار د ۱۶مې ناحیې اړوند د ملي بس له څلور لارې سره د ماین چاودنې خبر ورکوي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین رسنیو ته وویل، دا چاودنه نن سهار د کابل په اته بجې او ۲۵ دقیقې شوې ده.
هغه زیاتوي په دې پېښه کې درې ملکي وګړي ټپیان شوي او روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلي.
د یادولو وړ ده چې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم په دوو چاودنو کې ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله واوښته.