Jun 20, 2021 07:23 Asia/Kabul
  • د افغانستان د تبیان مرکز مشر په انتخاباتو کښې د ایران د خلکو پراخ ګډون وستایه

د افغانستان تبیان په نامه د  ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو د مرکز او هم داشان د آوا خبري آژانس مشر په یو پیغام کښې د ایران د ولسمشرۍ زوږناکې ټاکنې د دغه هیواد په تاریخ کښې د بدلانه یو بل پيچومی وباله

د افغانستان تبیان په نامه د  ټولنیزو او کلتوري فعالیتونو د مرکز او هم داشان د آوا خبري آژانس مشر په یو پیغام کښې د ایران د ولسمشرۍ زوږناکې ټاکنې د دغه هیواد په تاریخ کښې د بدلانه یو بل پيچومی او له معظم رهبر، اسلامي انقلاب او د اسلام د ژغورونکي مکتب له لوړو اهدافو سره د ایران د مسلمان ولس د وفادارۍ ثبوت وباله.

سید عیسی حسیني مزاري په خپل دغه پیغام کښې ویلي دي: د غبرګولي په اتویشتمه نیټه د ایران د ولسمشرۍ زوږناکې ټاکنې د اسلامي ایران، د کمزورو مسلمانو ولسونو او په تیره بیا د مقاومت د چورلیز له مخکښې نه د زیات اقتدار او سترتوب زیرې ورکونکې او د امریکې په مشرۍ د لویدیځو زیاته غواړو او استکبار او د هغوي د سیمه ایزو لاس پوڅو منافقانو په مخ یوه سخته څپیړه وه.

هغه زیاته کړې: زه د مسلمان امت د وجود د یوې برخې په توګه له خپل اړخه او د افغانستان د تبیان ټولنیزو او کلتورو مرکزونو د فعالیت او د افغان غږ (آوا) خبري آژانس په استازیتوب د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنه اي، منتخب ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او په ټول ایران کښې د دوي د انتخاباتي کمیټیو محترمو مسئولیتونو، غړو او فعالانو ته او په سیمه او نړۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوري نظام ټولو مینه والو ته د هغه د پریکنده بریالیتوب مبارکیي وايي.

 

ټیګونه