طالبان ژمنه وکړی چې ډیورنډ کرښه به نه مني
افغان ولسمشر اشرف غنی نن د خوست هوایي ډګر د پرانیستی مراسمو کې وویل چې اوسنۍ جګړه طالبانو د پردیو د ګټو لپاره روانه کړې او په خبره یې که جګړه دوام کوي ټول مسوولیت یې پر طالبانو دی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي که وسله وال طالبان افغانستان او سولې ته ژمن وي نو تعهد دې وکړي چې ډیورنډ کرښه به نه مني.
افغان ولسمشر اشرف غنی نن د خوست هوایي ډګر د پرانیستی مراسمو کې وویل چې اوسنۍ جګړه طالبانو د پردیو د ګټو لپاره روانه کړې او په خبره یې که جګړه دوام کوي ټول مسوولیت یې پر طالبانو دی.
هغه زیاته کړه چې د طالبانو د ملاتړ، تمویل او روزنې ځایونه معلوم دي او ددې وخت دی چې دغه ډله د خپلو خلکو له وژلو او خپل هېواد له ورانولو لاس واخلي.
د افغان ولسمشر په وینا، طالبان دې د نورو نوکري پرېږدي، له ولس سره دې ژمنه وکړي چې د بل لپاره جګړه نه کوي، ډیورنډ فرضي کرښه نه مني او د هېواد د جوړولو لپاره دې سوله وکړي.
افغان ولسمشر غني همدا راز د خپلو خبرو پر مهال پر ټول ولس غږ وکړ چې سره یو لاس شي او د نظام د ساتلو لپاره هڅې وکړي.
دده په خبره که افغانان په اوس کې ژوند و نه کړي، د نظام د ساتلو لپاره سره یو لاس نه شي، یووالی ونه ساتي نو راتلونکو نسلونو ته به ملامت وي.
افغان ولسمشر غني همدا راز زیاته کړه چې امریکایي ځواکونه دده په غوښتنه له هېواده وتلي دي.