په لغمان کې څلور سیمه ییزچارواکي طالبانوسره د سازبازپه تورنیول شوي
د افغانتسان په مختلفو ولایتونو او په تیره بیا په کابل کې داسې ګونګوسې آوریدل کیږي ، چې ګواکې په ډیرو حکومتي ادارو او اورګانونو کې د طالبانو نفوذي عوامل سبب شوي ، څو طالبان په ډیرو ولسوالیو کې له کوم اخ وډب پرته ولسوالۍ پخپل کنټرول کې راولي او درستې وسلې اوتجهیزات ولجه کړي .
زمونږخبرال له ننګرهاره راپور راکړ ، د افغانستان د لغمان د والي ویاند اسدا.... دولتزی وایي د لغمان د والي په مشرې د نظامی شورا غونډې د پریکړې له مخې ددې ولایت د الینګار ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان سربیره د ملي اردو د کنډک درستیزوال او د همدې ولسوالۍ د ملی امنیت مرستیال له طالبانو سره د معاملې او له مقاومت پرته د ولسوالۍ د ورسپارلو په تور ونیول شو او دا مهال تر توقیف او پوښتنو ګرویګنو لاندې دي .
نور تفصیل ئې زمونږ دخبریال په رالیږلي راپور کې په ګډه سره آورو .