شېخ علي ولسوالي د طالبانو له لاسو آزاده شوه
د افغانستان د فوځي او ولسي ځواکونو په عملياتو کښې د پروان ولايت شېخ علي ولسوالي د طالب ډلې له لاسو ازاده شوه.
د آوا خبري آژانس د رپوټ د افغانستان د ملي دفاع د وزارت وياند فواد امان نن وويل، د دغې ولسوالۍ د آزدولو په عملياتو کښې طالب ډلې ته سخت سرتاوانونه رسېدلي دي.
هغه زياته کړه، په دغو عملياتو کښې د طالب ډلې زياته اندازه وسلې او جنګي سازوسامانونه هم د افغان امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
طالبانو له دې مخکې د پروان ولايت د شينوارو او سياه ګرد ولسوالۍ هم قبضه کړې وې، خو امنيتي ځواکونو څو ورځې پس اعلان وکړ چې دغه ولسوالۍ د طالب ډلې له کنټروله ازادې کړې شوې.
دا په داسې حال کښې دي چې په تېرو دوو مياشتو کښې د افغانستان په اکثرو سيمو کښې نښتې سختې شوې دي او طالب عناصر ادعا کوي چې له سلو زياتې ولسوالۍ يې نيولې دي.