حمدالله محب په یوه رسمي سفر انګلستان ته ولاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103288-حمدالله_محب_په_یوه_رسمي_سفر_انګلستان_ته_ولاړ
سرچینه زیاتوي، محب به د دغه سفر پر مهال د انګلستان له امنیتي او سیاسي مشرانو سره د افغانستان او دغه هېواد تر منځ پر دوه اړخیزو اړیکو بحث او خبرې وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 21, 2021 09:25 Asia/Kabul
  • حمدالله محب په یوه رسمي سفر انګلستان ته ولاړ

سرچینه زیاتوي، محب به د دغه سفر پر مهال د انګلستان له امنیتي او سیاسي مشرانو سره د افغانستان او دغه هېواد تر منځ پر دوه اړخیزو اړیکو بحث او خبرې وکړي.

د افغانستان د امنیت شورا انګلستان ته د دې شورا د مشر حمدا... محب د سفر خبر ورکوي.

د یادې شورا پر ټویټرپاڼه لیکل شوي، چې نوموړی نن سهار مهال د یو رسمي سفر پر مهال انګلستان ته روان شو.

سرچینه زیاتوي، محب به د دغه سفر پر مهال د انګلستان له امنیتي او سیاسي مشرانو سره د افغانستان او دغه هېواد تر منځ پر دوه اړخیزو اړیکو بحث او خبرې وکړي.

تر دې وړاندې هم د امنیت شورا سلاکار یو شمېر هېوادونو ته ورته سفرونه درلودل.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې په افغانستان کې امنیتي حالت د خرابېدو په حال کې دی او ګڼ شمېر سیمې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ لاس په لاس شوې دي.

افغان حکومت بیا په نېږدي راتلونکي کې د امنیتي حالت ښه کېدو او بدلون خبر ورکوي.