طالبان د افغانستان نیول شوي سیمې بیرته له لاسه ورکوي  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103386-طالبان_د_افغانستان_نیول_شوي_سیمې_بیرته_له_لاسه_ورکوي
فواد امان  وئيلي دي ، د افغانستان امنیتي ځواک  هماغه شان د پولو پراخې برخې پخپل کنټرول کې لري  او د هیواد مهم  مواصلاتي  چورلیزونه او اصلي ښارونه هم د  مونږ په کنټرول کې دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 24, 2021 00:59 Asia/Kabul
  • طالبان د افغانستان نیول شوي سیمې بیرته له لاسه ورکوي  

فواد امان  وئيلي دي ، د افغانستان امنیتي ځواک  هماغه شان د پولو پراخې برخې پخپل کنټرول کې لري  او د هیواد مهم  مواصلاتي  چورلیزونه او اصلي ښارونه هم د  مونږ په کنټرول کې دي .

 زمونږخبریال راپورراکړ د افغانستان د دفاع وزارت ویندوي فواد آمان  په دې باب د طالبانو دلې ادعا چې  ددغه هیواد پولو نوي فی صدي  برخې ئې  په کنټرول کې دي ، رد کړي  او ټينګار ئې کړی دی ،  د طالبانو ډلې دغه ادعا  عمومي افکارو ته د دوکې ورکولو او د بې اساسه او چټي  پروپیګنډو یوه برخه ده .

فواد امان  وئيلي دي ، د افغانستان امنیتي ځواک  هماغه شان د پولو پراخې برخې پخپل کنټرول کې لري  او د هیواد مهم  مواصلاتي  چورلیزونه او اصلي ښارونه هم د  مونږ په کنټرول کې دي .

 داپه داسې حال کې د چي   د طالبانو ډلې یوه  ویندوي  ذبیح ا... مجاهد  دتیرې پنجشنبې په ورځې  وئیلي ، دغه ډله دم ګړۍ  د افغانستان د پولو نوي فی صدې  برخې پخپل کنټرول کې  اخستي دي . دجولائي  په لومړنیو کې هم طالبانو وئیلي وو ، دپاکستان پنځه اتیا فی صدي خاور ه ئې کنټرول کړې ده  ، چې  هغه مهال هم د کابل حکومت د طالبانو دغه ادعا بې اساسه او چټي  بللې  وه .