نړیواله ټولنه دې د افغانستان د سولې ملاتړ وکړي
په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مرستیال عبدالسلام حنفي هم دوه ورځې مخکې د بهرنیو هیوادونو له استازو سره په یوې ناستې کې وئيلي وو، دخبرواترو له لارې د افغانستان د بحران پر حل هماغه راز ټينګار کوي .
تسنیم خبری آژانس راپور ورکړی،له طالبانو ډلې سره د افغانستان د حکومت دمرکچي ټیم مشر معصوم ستانکزئ نن په کابل کې د دافغانستان په چارو کې د اروپائي اتحادئې له ځانګړي استازي توماس نیکلسن سره په کتنې کې د افغانستان دسولې په بهیر کې د نړیوالې ټولنې یوه خوله کیدا اغیزشیندونکي وبلله او وې وئيل ،د نړیوالې ټولنې ډله ایز ملاتړ او د دوي ګډ دریځ به د سولې د خبرواترو دپرمختګ لامل شي . هغه همداراز وئيلی ، طالبان او د افغانستان حکومت باید له موجوده فرصته په استفادې سره چورلیزي نتیجې خبرواترو لپاره اغیزشیندونکي چارې وکاروي .
داپه داسې حال کې دي چې له اروپائي هیوادونو سره د طالبانو دارتباط دبرخې مسئول عبدالحق وثیق هم د اروپائی اتحادئې له ځانګړي استازي نیکلسن سره په کتنې کې ددغې ډلې په ضد خپره شوي زیات راپورونه جوړ شوي او چټي بللي او بشری حقوقو اوا سلامی ارزښتونو ته اعتقاد ئې ددغې ډلې لومړیتوبونه بللي دي . هغه همداراز دبشری حقوقو پر نړیوالو اورګانونو هم غږ کړی ، د افغانستان د پیښو په باب دې راپورونه ، له دقیقو ارزونو وروسته او په بشپړ ډ ول بې پلویتوب سره خپرۀ کړۍ .
همداراز په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مرستیال عبدالسلام حنفي هم دوه ورځې مخکې د بهرنیو هیوادونو له استازو سره په یوې ناستې کې وئيلي وو، دخبرواترو له لارې د افغانستان د بحران پر حل هماغه راز ټينګار کوي .