بین الافغاني خبرې دافغانستان دبحران یوازینۍحل لاره ده
حنیف اتمر ټينګار کړی،د طالبانو ډلې شتون او د دوي له خوا دتاؤتریخوالی زیاتیدا ، په افغانستان او سیمې کې کې د داعش په څير د نړیوالو ترهه ګرو ډلو شتون او دافراط پالنې د پراختیا سبب کیږي . دافغانستان خارجه وزیر په دوام کې د کابل تهران ترمینځ د سیاسی ، اقتصادي ،کلتوري او تجارتي ملګرتیاې، د دواړو هیوادونو لپاره مهمې وبللې او په مختلفو برخو په تیره بیا د افغانستان دسولې په بهیر کې دملګرتیاؤ د لاپیاوړتیا غوښتونکی شو .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، دافغانستان خارجه وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، ددغه هیواد خارجه وزیر محمد حنیف اتمر ، دافغانستان په چارو کې د ایران دخارجه وزارت له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره د بین الافغاني سولې د بهیر او ددغه هیواد د اوسنیو حالاتو په باب کتنه او دنظر تبادله کړې ده .
حنیف اتمر له محمد ابراهیم طاهریان سره په کتنې کې د افغانستان د سولې له بهیره په ملاتړ کې د اسلامي ایران د معقولو دریځونو په قدرونې سره د طالبانوتر کنټرول لاندې سیمو کې د تاؤتریخوالي ، د خلکو د عامې وژلو، د غیر پوځي خلکودشکنجو او د تاؤتریخوالو د ختمولو په باب هم خبرې اترې کړي دي .
حنیف اتمر ټينګار کړی،د طالبانو ډلې شتون او د دوي له خوا دتاؤتریخوالی زیاتیدا ، په افغانستان او سیمې کې کې د داعش په څير د نړیوالو ترهه ګرو ډلو شتون او دافراط پالنې د پراختیا سبب کیږي . دافغانستان خارجه وزیر په دوام کې د کابل تهران ترمینځ د سیاسی ، اقتصادي ،کلتوري او تجارتي ملګرتیاې، د دواړو هیوادونو لپاره مهمې وبللې او په مختلفو برخو په تیره بیا د افغانستان دسولې په بهیر کې دملګرتیاؤ د لاپیاوړتیا غوښتونکی شو .
د افغانستان په چارو کې د ایران د خارجه وزارت ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان هم یو ځل بیا د وروستیو دوو لسیزو دبریاؤ په ساتنې سره دبین الافغاني سولې له بهیره داسلامي ایران دملاتد په اعلانولو سره ووئيل ، ایران د سرحدي او اداري ملګرتیاؤ پشمول په مختلفو برخو کې د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیاؤ د لاپياوړتیا غوښتونکی دی .