د پاکستان افغانستان ترمینځ سپين بولدک ستره لاره پرانیستل شوه
سپین بولدک سرحدي لاره تر دې دمه د طالبانو ډلې په کنټرول کې ده . طالبان وائي د افغانستان اوه سرحدي لارې په اختیار کې لري .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خخان نن سهار په یولړ څرګندونو کې ووئيل د سپين بولدک ستره سرحدي لاره له دوو اونیو تړل کیدا وروسته بیان د تګ راتګ او د تجارتي فعالیتونو لپاره بیرته پرانیستل شوې ده.
سپین بولدک سرحدي لاره تر دې دمه د طالبانو ډلې په کنټرول کې ده . طالبان وائي د افغانستان اوه سرحدي لارې په اختیار کې لري .
په تیرو دوو میاشتو کې طالبانو ډلې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې په لسګونو ولسوالۍ نیولي او دکابل حکومت توانیدلی دی له دوي یوازې یولس ولسوالۍ بیرته ونیسي .له افغانستانه د بهرنیو عسکرو له وتلو سره په یووخت دطالبانو حملې زیاتې شوي او دغې ډلې هڅې کړي څو له دې لارې له حکومته د لازیاتې ونډې غوښتنه وکړي .
بل پلوه د افغانستان دمالیې وزارت وئيلي دي ، په تیرې یوې میاشتې کې په اوو سرحدي لارو باندې د طالبانو په سلطې پسې حکومت د ګمرکاتو کابو دوه میلیارډ او اوه سوه میلیون افغانۍ تاوان کړی دی .
د افغانستان د خزانې وزارت ویندوي رفیع تابع وئيلي دي دم ګړۍ حکومت نه پوهیږي ، چې د حکومت تر کنټرول لاندې د ګمرکاتو عایدات په کومې رودې سره غونډ کړي او پیسې ئې چرته ځي . دغه راز وئيل کیږي ، د افغانستان د مختلفو ښارونو کې د خوراکي موادو کمښت راغلی دی او که په دې لړ کې حکومت کوم ا قدام ونه کړي ،نو ممکنه ده حالات لاترینګلي شي . اوسمهال د کابل له حکومت سره یوازې د مزارشریف او ازبکستان ترمینځ حیراتان پوله او د له پاکستان سره تورخم پوله پخپل کنټرول کې لري .که دغه وضعیّت دوام وکړي ، نو د افغانستان وضعیّت به تربوږنونکي حالته ورسیږي.