پر غزنی د طالبانو سلطې د خلکو ژوند ګډوډ کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103532-پر_غزنی_د_طالبانو_سلطې_د_خلکو_ژوند_ګډوډ_کړی_دی
 له طالبانو د غزني  ښار او شاوخوا سیمو  له بشپړ پاکولو پرته به په غزني ښار کې ژوند سخت شي .  د غزني ښار زیاتره برخې  هر وخت دیوې  سترې چاودنې تر حده رسیدلي دي ، ځکه طالبان  پکې شتون لري او خلک هم  ورسره مقابلې ته تیار دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 27, 2021 08:05 Asia/Kabul
  • پر غزنی د طالبانو سلطې د خلکو ژوند ګډوډ کړی دی

 له طالبانو د غزني  ښار او شاوخوا سیمو  له بشپړ پاکولو پرته به په غزني ښار کې ژوند سخت شي .  د غزني ښار زیاتره برخې  هر وخت دیوې  سترې چاودنې تر حده رسیدلي دي ، ځکه طالبان  پکې شتون لري او خلک هم  ورسره مقابلې ته تیار دي .

زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د افغانستان د غزني ولایت پارلیماني استازي او ښاریز  وائي ، د طالبانو په لاس دغزني ولایت د ډیرو  ولسوالیو د نسکوریدا له کابو درو اونیو تیریدا سره ،  ددغه ولایت  دزیاتره خلکو ژوند  ګډ وډ شوی او له ډیرو ولسوالیو  کډه په سر شوي دي .

 د غزني  دولایتي شورا یوه مسئول  حسن رضا یوسفي  په غزني ښار د واکمن واضعیّت په باب  وئيلي دي ،کابو درې اونۍ کیږي ، چې د غزني ښار زیاتره برخې د طالبانو په کنټرول کې دي  او خلک  دلته په ویرې او وحشت کې ژوند کوي . هغه همداراز  په دغه وضعیَت په اندیښمنیدا سره ټينګار کړی  چې  له طالبانو د غزني  ښار او شاوخوا سیمو  له بشپړ پاکولو پرته به په غزني ښار کې ژوند سخت شي .  د غزني ښار زیاتره برخې  هر وخت دیوې  سترې چاودنې تر حده رسیدلي دي ، ځکه طالبان  پکې شتون لري او خلک هم  ورسره مقابلې ته تیار دي . دوي له  مرکزي حکومته غوښتي  سملاسي دې دغزني ولایت او او شاوخوا ولسوالیو  دپاکونې په فکر کې شي ګني نو حالات به ئې له کنټروله ووځي .  

Image Caption