د افغانستان په اتو ولایتونو کې ١٣١ طالبان وژل شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103682-د_افغانستان_په_اتو_ولایتونو_کې_١٣١_طالبان_وژل_شوي_دي
سرچینه زیاتوي، دغه طالبان د هېواد غزني، پکتیکا، کندهار، زابل، هرات، جوزجان، تخار او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2021 08:46 Asia/Kabul
  • د افغانستان په اتو ولایتونو کې ١٣١ طالبان وژل شوي دي

سرچینه زیاتوي، دغه طالبان د هېواد غزني، پکتیکا، کندهار، زابل، هرات، جوزجان، تخار او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۱ طالبان ووژل شول ۶۲  ټپیان او ۵ ونیول شول.

دغه وزارت نن د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې  ۱۳۱ طالبان ووژل شول ۶۲  ټپیان او ۵ ونیول شول، د دښمن یوه اندازه وسلې او مهمات له منځه وړل شوي

د خبر پاڼې پر اساس د دې په خواکې ۹ بېلابېل ډول ماینونه چې طالبانو د هېواد  په مختلفو سیمو کې د ملکي خلکو، دفاعي او امنیتي ځواکونو د تګ راتګ په لارو کې ځای پرځای کړي وو، د ملي اردو  ځواکونو له لوري کشف او خنثی شول.

سرچینه زیاتوي، دغه طالبان د هېواد غزني، پکتیکا، کندهار، زابل، هرات، جوزجان، تخار او کاپیسا ولایتونو کې وژل شوي، ټپیان او نیول شوي دي.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.