د طالبانو ډلې د مشرپه ژوندي کیدا کې شک دی  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i103794-د_طالبانو_ډلې_د_مشرپه_ژوندي_کیدا_کې_شک_دی
د افغانستان ولسمشر یو ځل بیا  پخپلې وینا کې طالبان  د افغانستان د جنګ ، تاؤتریخوالو او وژلو  د دوام مسئول  او د افغانستان حکومت  دسولې  ملاتړی او   خبرواترو ته ژمن وباله او وې وئيل ، مونږ د سولې لپاره ډیرې هلې ځلې وکړې ،خو  طالبانو  ئې مخه ونیوله  او سوله ئې  نه غوښته .  
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2021 08:04 Asia/Kabul
  •  د طالبانو ډلې د مشرپه ژوندي کیدا کې شک دی  

د افغانستان ولسمشر یو ځل بیا  پخپلې وینا کې طالبان  د افغانستان د جنګ ، تاؤتریخوالو او وژلو  د دوام مسئول  او د افغانستان حکومت  دسولې  ملاتړی او   خبرواترو ته ژمن وباله او وې وئيل ، مونږ د سولې لپاره ډیرې هلې ځلې وکړې ،خو  طالبانو  ئې مخه ونیوله  او سوله ئې  نه غوښته .  

ایسنا خبری اژانس راپور ورکړی ،  د افغانستان  ولسمشر محمد اشرف غني نن  د ولسمشرۍ په ارګ کې  کوچیانو د قوم یو شمیر مشرانو ،سپین  روبو او استازو سره په کتنې کې  پر دوي غږ کړی ،که د طالبانو ډلې مشر ژوندی وي ،نو راپیدا ئې کړئ او ورسره  دسولې تړون وکړئ .  

د افغانستان ولسمشر یو ځل بیا  پخپلې وینا کې طالبان  د افغانستان د جنګ ، تاؤتریخوالو او وژلو  د دوام مسئول  او د افغانستان حکومت  دسولې  ملاتړی او   خبرواترو ته ژمن وباله او وې وئيل ، مونږ د سولې لپاره ډیرې هلې ځلې وکړې ،خو  طالبانو  ئې مخه ونیوله  او سوله ئې  نه غوښته .  

 داپه داسې حال کې دي چې  د افغانستان  رسندویو څه موده مخکې  په راپورونو کې وئيلي وو  چې  د طالبانو ډلې نوی رهبر ملاهبت ا...   سره دڅو ملګرو ،  دپاکستان  په بلوچستان صوبې کې په یوې چاودنې کې  وژل شوی ، خو طالبان  دخپل رهبر مرګ دروغ  او د دښمن یوه د سیسه  ګڼي او هڅه کوي ددغه خبر په پټولو سره په طالبانو کې د ډ لبندۍ مخه ونیسي .