په ننګرهار کې د درو ښځینه واکسیناتورانو دوژلې عامل ونیول شو
Aug 04, 2021 10:06 Asia/Kabul
نیول شوي تن په خپلو لومړنیو څرګندونوکې اعتراف کړی چې په ننګرهار کې د درې ښځینه واکسیناتورانو په وژلو کې یې لاس درلود .
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ د افغانستان په ننګرهار کې دملي امنیت ادارې د ځانګړي ځواک قوماندانۍ رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼې کې ویلي چې دغو ځواکونو بیګا دننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ اړوند د اخندزادګانو په کلي کې شپنې عملیات کړي چې د اعلامیې پر وینا په عملیاتو کې دداعش ډلې د هدفی وژنو یو مهم غړی له خپل یو بل ملګري سره نیول شوی دی . په خبر پاڼه کې راغلي چې نیول شوي تن په خپلو لومړنیو څرګندونوکې اعتراف کړی چې په ننګرهار کې د درې ښځینه واکسیناتورانو په وژلو کې یې لاس درلود .
نور معلومات ئې زمونږ دخبریال په راپور کې په ګډه سره آورو .
ټیګونه