غزني ښار هم د طالبانو لاس ته ورغی
وروستي راپورونه ښئ چې د غزني ولایت په نسکوریدا طالبانو په تیرې کابو لسو ورځو کې دا نهم ولایت دی چې پخپل کنټرول کې ئې راولي .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ ، دطالبانو ویندوي ذبیح ا... مجاهد نن په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، طالبانو دغزني ولایت په مرکز غزني ښار کې دولایت ودانۍ ، دپولیسو قوماندانۍ زندان ، او څو نوره حکومتي ودانۍ نیولي دي .
مجاهد وئیلي دي ،دغزني ښار په ځينو سیمو کې د طالبانو او افغان پوځيانو ترمینځ نښې دوام لري او طالبانو پر افغان پوځیانو غږ کړی ، چې له کوم مقاومت پرته دې له طالبانو سره یو ځاي شي څو ژوند ئې وژغورل شي ، چې دغه بلنه دلسګونو عسکرو دتسلیمیدا لامل شوې ده .
وروستي راپورونه ښئ چې د غزني ولایتي شورا مشرنصیر احمد فقیري په خپل یوه ټولنیز پیغام کې په همداوروستیو کې وئیلي دي ،دغزني والی واؤد لغماني له طالبانو سره په تفاهم سره له دغه ښاره وتلی او دکابل په لور تللی دی .
نو تفصیلات له غزنی زمونږ دخبریال له خولې آورو .