په افغانستان کې دشیعه او سُني وحدت بې مخینې دی
اشرف غني په افغانستان کې روان جنګ ته په اشارې سره ووئیل اوس باید پر ولس واضحه او روښانه کړم چې حکومت داسلامی ارزښتونو اوکلتورمدافع دی او په داسې حال کې چې مقابل لوری له تاؤتریخوالي او وژلو پرته بله هیڅ نه پيژني .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری اژانس له قوله راپور راکړ ، ا فغانستان ولسمشر اشرف غني نن غرمه دولسمشرۍ په ماڼۍ کې د عاشورا د لسیزې د درنښت په باب د شیعه عالمانو دشورا له غړو ،دجوماتونو دپلاؤ له استازو او ددیني چارو د تنظم له عالی شورا سره په کتنې کې ووئیل ، د عاشورا پیغام د آزادۍ پیغام ، دعزت ، سرلوړۍ او د ذلت د نه منلو پيغام دی او دغه پیغام نن سبا د افغانستان د ولس لپاره ډیر زیات اهمیّت لري .
اشرف غني په افغانستان کې روان جنګ ته په اشارې سره ووئیل اوس باید پر ولس واضحه او روښانه کړم چې حکومت داسلامی ارزښتونو اوکلتورمدافع دی او په داسې حال کې چې مقابل لوری له تاؤتریخوالي او وژلو پرته بله هیڅ نه پيژني .
د افغانستان ولسمشر ددغه هیواد پر دینی عالمانو غږ کړی ، دمحرم په لسیزې کې دې د افغانستان د ولس لپاره دشیعه اوسُني وحدت روښانه کړي او نن د ملی پيوستون ، ملی وحدت او ملی مقاومت ورځ ده او ضروري ده چې د غمیزو و دمخنیوي لپاره د عاشورا له پاڅونه زده کړو .
د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم په دغې کتنې کې د عاشورا دشپو ورځو په رارسیدا د افغانستان ولس ته تسلیّت ووایه او ددغه هیواد اوسنی وضعیّت ئې د امام حسین دپاڅون له وخت سره پرتله کړی او وئیلي ئې دي ، دمونږ اوسنی وضعیّت او شارئط عاشورائی شرائط لري او باید ورڅخه د خپلې عاشورا لپاره زده کړو .