طالبانو د کندهارهرات پشمول ځينی نوره سیمې هم ونیولې
راپورونه ښئ چې د کندهار هوائي ډګر ه نورو ځایونو ته هر ډول الوتونه لغوه شوي دي . داپه داسې حال کې دي چې تر دې دمه دطالبانو لاس ته دافغانستان دلسو ولایتونو مرکزونه ورغلی او حکومتي ځواکونو هم ورڅخه شاتګ کړ ی دی .
زمونږخبریال د الجزیره ټيلیویژني چینل له قوله راپور راکړ ، طالبانو ډلې پرون تر مازدیګر پورې د افغانستان په ختیځ کې دپکتیا ولایت شاوخوا درستې سیمې نیولي ا و همداراز ئې دلوګر ولایت ځینی برخې هم په کنټرول کې اخستي دي .
له دې سره په یووخت د افغانستان یوې امنیتی سرچینې دا هم وئيلي چې طالبانو پرون ناوخته د هرات ښار کنټرول هم ترلاسه کړی او حکومتي ځواک شاتګ کړی دی .
د طالبانو یوه ویندوي ذبیح ا... مجاهد هم وئیلي دي ،طالبان همدااوس دهرات دپولیسو قومانده په اختیار کې لري
البته دخبر ترمخابیره کیدا پورې د افغانستان داخلی رسندویو او په هرات ښار کې دیره خبریالانو ددغه ښار نسکوریدا نه ده تائيد کړې ، وروستي راپورونه ښئ چې کندهار او لښکر ګاه هم دطالبانو په کلابندۍ کې دي او ځیني راپورونه ئې د نسکوریدا خبر ورکوي .
راپورونه ښئ چې د کندهار هوائي ډګر ه نورو ځایونو ته هر ډول الوتونه لغوه شوي دي . داپه داسې حال کې دي چې تر دې دمه دطالبانو لاس ته دافغانستان دلسو ولایتونو مرکزونه ورغلی او حکومتي ځواکونو هم ورڅخه شاتګ کړ ی دی .
وروستی راپورونه ښئ چې دافغانستان هغه په زرګونو خلک چې دطالبانو په وسیله له نیول شوو ښارونو کډه په سر شوي . په کابل ښار کې ئې پارکونو ته پناه وړې او په بدوضعیّت کې شپې سبا کوي او هیح امکانات ورسره نشته .