طالبان د افغانستان په انتقالي حکومت کې ګډون ته تیار دي
سهیل شاهین همداراز زیاته کړې ،طالبان د افغانستان د اوسنی ولسمشر اشرف غني د حکومت دنسکورولو لپاره هیڅ فیصله نه لري .
الجزیره ټيلیویژنی چینل راپور ورکړ ،په قطر کې د افغانستان له حکومت سره د طالبانو ډلې دمرکچي ټيم غړي ، سهیل شاهین پرون ناوخته ووئیل ، د کابل دحکومت لهخوا ئې د قدرت دویش لپاره نوی وړاندیز نه دی ترلاسه کړی ، خو د انتقالي حکومت کې د ګډون لپاره طالبان تیار دي .
سهیل شاهین همداراز زیاته کړې ،طالبان د افغانستان د اوسنی ولسمشر اشرف غني د حکومت دنسکورولو لپاره هیڅ فیصله نه لري .
په قطر کې خبری سرچینو وئیلي دي ودافغانستان حکومت یو ځل بیا د پوځي عملیاتو د درولو په شرط له طالبانو سره د قدرت د ویش لپاره دافغان حکومت چمتووالی اعلان کړی دی ..
وئيل کیږي ، په قطر کې د ټرایئکا په هلوځلو سره د طالبانو ډلې او افغان حکومت ترمینځ د روغې جوړې د څو ورځينو هڅو تر دې دمه کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې ، البته په افغانستان کې جنګ جګړې اوج ته رسیدلي او داسې کومه ورځ نشته چې یو شمیر سیمې طالبان لاندې نه کړي .