طالبان د افغانستان په انتقالي حکومت کې ګډون ته تیار دي  
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104204-طالبان_د_افغانستان_په_انتقالي_حکومت_کې_ګډون_ته_تیار_دي
سهیل شاهین  همداراز زیاته کړې ،طالبان د افغانستان د اوسنی ولسمشر اشرف غني د حکومت دنسکورولو لپاره  هیڅ فیصله نه لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 13, 2021 03:02 Asia/Kabul
  • طالبان د افغانستان په انتقالي حکومت کې ګډون ته تیار دي  

سهیل شاهین  همداراز زیاته کړې ،طالبان د افغانستان د اوسنی ولسمشر اشرف غني د حکومت دنسکورولو لپاره  هیڅ فیصله نه لري .

الجزیره ټيلیویژنی چینل راپور ورکړ ،په قطر کې  د افغانستان له حکومت سره د طالبانو ډلې   دمرکچي ټيم  غړي ، سهیل شاهین  پرون ناوخته ووئیل ، د کابل دحکومت لهخوا ئې د قدرت دویش لپاره نوی وړاندیز نه دی ترلاسه کړی  ، خو  د انتقالي حکومت کې د ګډون لپاره طالبان تیار دي .

سهیل شاهین  همداراز زیاته کړې ،طالبان د افغانستان د اوسنی ولسمشر اشرف غني د حکومت دنسکورولو لپاره  هیڅ فیصله نه لري .

 په قطر کې خبری سرچینو وئیلي دي ودافغانستان حکومت یو ځل بیا  د پوځي عملیاتو د درولو  په شرط  له طالبانو سره د قدرت د ویش لپاره  دافغان حکومت  چمتووالی اعلان کړی دی ..

وئيل کیږي ،  په قطر کې  د ټرایئکا  په  هلوځلو سره  د طالبانو ډلې او افغان حکومت ترمینځ د  روغې جوړې  د څو ورځينو  هڅو تر دې دمه کومه مثبته نتیجه نه ده ورکړې  ، البته په   افغانستان کې  جنګ جګړې  اوج ته رسیدلي او  داسې کومه ورځ نشته چې یو شمیر سیمې طالبان لاندې نه کړي .