طالبانود کونړ ولايت مقام درستې ودانۍ ونیولې
عینی شاهدان او په سیمه کې سیمه ییز خبریالان وایي چې د کونړ ولایت د اسمار ولسوالي له څو ورځو پرله پسی نښتو وروسته تیره ورځ ناوخته د طالبانو لاسته ولویده
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ، دافغانستان په زیاترو ولایتونو کې د طالبانو ډلې پرمختګونه هماغه راز په تیرۍ سره روان وو او وورستي راپورونه ښئ چې طالبانو د کنړ ولایت مرکز اسد آباد ښار په بشپړ ډول نیولی او درستې حکومتي ودانۍ او پوځي تجهیزات ئې پخپلې ولکې کې اخستي دي .، وروستي معلومات زمونږ دخبریال له خولې آ ورو .
داپه داسې حال کې دي چې د طالبانو ډلې یوه ویندوي ویندوي ذبيح ا..... مجاهد نن سهار هم پر خپلې ټويټري پاڼې کې لیکلي ووچې طالبانو د کونړ ولايت دشولتن سرحدي ولسوالۍ ونيوله او دغلته ټول وسايل او پوځي تجهيزات دطالبانو لاسته ورغلل، خو نوموړی دواړو لورو ته د اوښتو مرګ ژوبلو په اړه څه نه دي ويلي.دکونړ ولايتی ادارې هم دطالبانو ددې ادعا د رد او يا تاید په اړه څه نه دي ويلي.دغازي اباد.ناړۍاو اسماره وروسته به دا په کونړ کې څلورمه ولسوالي وي چې دطالبانو لاسته لويږي
عینی شاهدان او په سیمه کې سیمه ییز خبریالان وایي چې د کونړ ولایت د اسمار ولسوالي له څو ورځو پرله پسی نښتو وروسته تیره ورځ ناوخته د طالبانو لاسته ولویده . شاهدان او ځایی خبریالان وایي چې ددغه ولسوالۍ امنیې قوماندان محمد شعیب ساپې له څو پولیسو سره د طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي. یوې بلې سرچینې چې نه ئې غوښتل نوم یې واخیستل شي. وویل ،دکونړ ولایتی ادارې له یادې ولسوالۍ ټول وسایل دکونړ مرکز اسداباد ته لیږدولي او یوازې د ولسوالۍ ودانۍ پاتې وه. ولایتي ادارې د اسمار ولسوالۍ دسقوط منښت کړې خو په دې اړه نور معلومات نه ورکوي. له غازې اباد او ناړۍ وروسته دا په کونړ ولایت کې دریمه ولسوالي ده چې د طالبانو لاسته لویږي . اسمار تر شیګل وروسته مرکز اسد اباد ته نږدې پرته ولسوالي ده . تر دې ور هاخوا د دنګام او شولتن سرحدي ولسوالۍ لا هم د افغان حکومت په ولکه کې دي چې د شنونکو پر وینا د اسمار تر سقوط وروسته به پرې د طالبانو له لورې د سقوط فشارونه زیات شي.