په امریکا باندې يه اعتماد کې د افغان چارواکو د غولیدا اثباتیدا
په افغانستان کې د طالبانو بریالیتوب یو ځل بیا پر امریکائي چارواکو د افغان سیاستوالانو اعتماد یوه غلطه فیصله ثابته کړې ده .
داپه داسې حال کې دي چې له دې مخکې هم دسیمې یو شمیر سیاستوالانو چې ځانونه ئې د امریکا متحدان ګڼل ،په امریکا باندې داعتماد په زمینې کې د خپلو سیاستونو په تیروتنې پوهه شوي وو . د ګرجستان پخوانی ولسمشر میخائیل ساکا شوئیلي ، یوازې د هغو سیاستوالانو یو مثال دی په تفلیس کې د امریکا دسفارت په ملاتړ سره ئې په ۲۰۰۳کال کې د جنوبی قفقاز په دغه هیواد کې قدرت ترلاسه کړ، خو په جنوبی قفقاز سیمې کې د امریکا د بیا بیا سپارښتونو په اجرا سره په تیره بیا د روسیې په ضد ددستورالعملونو په اجرا سره په عمل کې په ګرجستان کې د امریکا دجاسوسي ادارې سی ائې آې په یوې لوبتکې بدل شو . دګرجستان دغه سیاستوال له ۲۰۱۴کال څخه په رسمي توګه ، دګرجستان له قدرته حذف شو او دم ګړۍ دروسیې په ضد په ګرجستان او اوکراین کې د امریکا دسیاستونو اوسپارښتونو دځينو برخو په ایشوا کونو مصروف دی .
په تیرو کلونو کې هم اشرف غني په افغانستان کې په امریکا په اعتماد سره او ددغه هیواد د دستورالعملونو په اجرا سره ، ډيرې زیاتې هڅې کړي څو د افغانستان د کړیدلي ولس باندې په لازیاتو دباؤنو سره ، په دغه هیواد کې او همدرااز د افغانستان په ګاونډیتوب کې دخپلواکه حکومتونو په ضد د امریکا غوښتنې اجرا کړي . خو د امریکاد سیاستونو په ناکامیدا او دافغانستتانه د خپلو پوځیانو په بې مسئولیت ډول ویستلو سره ئې په عمل کې د اشرف غني اړونده حکومت د خپلو ډيرو مخالفانو په وړاندې تنها پریښود. په امریکا د اشرف غني د اعتماد نتیجه ، دطالبانوډلې په مقابل کې ناکامي او دغې وسلوالې ډلې ته د حکومت د سپارلو لپاره هڅه ده . پّ دې ارتباط کې د غور وړ ټکی دا دی چې د امریکا حکومت د اشرف غني دحکومت د متحد په توګه و اوس د هغو هیوادونو په لیکه کې شامل دی چې نیّت لري ، د ا فغانستان له راتلونکي حکومت سره رابطه ټينګه کړي . دافغانستان له چارواکو سره د سپينې ماڼۍ د مشرانو خیانتونه ، په سیمې کې ډيرو ګوندونو او رهبرانو له سختو منفي غبرګونونو سره مخامخ شوي دي . دمثال په توګه دترکیې د وطن ګوند مشر دوغوپرینچک سختو نیوکو ته اشاره کولی شو . هغه په افغانستان کې دا ریکا په امپرالیسټو سیاستونو باندې په سختو نیوکو سره وئيلي دي ، په افغانستان کې د امریکا دریځونه یو ځل بیا دواشنګټن دبې اعتباره کیدا نندارې ته وړانې کړې ده .
په اوسنیو شرائطو کې په افغانستان کې د امریکا دکړچار جزیاتو ته کتنه ښئ چې دخپلو دښمنانو د له مینځه وړلو او بریالیتوب ته درسیدا لپاره د امریکا ناکامې هلې ځلې لامل شوي دي چې دغه سلطه ګر هیواد له طالبانو ډلې سره خبرواترو ته غاړه کیښودله .
په ټول کې باید ووئيل شي ،له افغانستانه د امریکائي ترهه ګر پوځ بې مسئولیّته ویستلو د اشرف غني دحکومت او متحدانو په کمزوري کولو سره ، دطالبانو ډلې دپياوړي کیدا زمینې برابرې کړې . دې پوښتنې ته ځواب چې امریکاولې له افغانستانه خپل پوځيان وباسل ؟، ځینو مهمو واقعیّتونو پخپل ځان ډيری افغان کارپیژاندي او او عمومی افکار او حتی د اسلامی نړۍ شناندي او دچارو کارپوهان هم بوخت کړي دي . ددې پوښتنې ځواب ډير مهم ګڼل کیږي چې دې واقعیّت ته توجه وشي چې امریکا څومره بدعهده ده او په ښکاره خلاف ورزیو سره ئې دا شرف غني په څير خپل متحدان په ماتې کشتۍ کې پریښودلي او حتی د ملی حکومت او ملت په ځاي ئې له یوې وسلوالې ډ لې سره خبرواترو ته مخه کړې وه ، چې بلاخره ئې هم په ماتې کشتۍ کې د افغانستان حکومت او ملت په پریښودو سره خپل اصلي هویّت نندارې ته وړاندې کړ او پر ټولو ئې بیا ثابته کړه چې دباؤر وړ نه ده او دخپلو سپيرمو موخو دپوره کولو لپاره له هیڅ ډول خیانتونو او خباثتونو څخه ډډه نه کوي