په کابل کې د محرم د اومې ورځې دعزادارۍ دستورې ترسره شوې 
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104372-په_کابل_کې_د_محرم_د_اومې_ورځې_دعزادارۍ_دستورې_ترسره_شوې
د حضرت امام حسین علیه السلام   او د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو دشهادت په مناسبت د ویر او ماتم دغه دستورې  دافغانستان د ولسمشرۍ  ارګ ته د طالبانو  ډلې د وګړو  له ورتلو  او دکابل ښار په شاوخوا کې دطالبانو له ځاي په ځای کیدا یوه ورځ وروسته ترسره شوې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2021 12:19 Asia/Kabul
  • په کابل کې د محرم د اومې ورځې دعزادارۍ دستورې ترسره شوې 

د حضرت امام حسین علیه السلام   او د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو دشهادت په مناسبت د ویر او ماتم دغه دستورې  دافغانستان د ولسمشرۍ  ارګ ته د طالبانو  ډلې د وګړو  له ورتلو  او دکابل ښار په شاوخوا کې دطالبانو له ځاي په ځای کیدا یوه ورځ وروسته ترسره شوې .

زمونږخبریال راپور راکړ،د افغانستان په کابل ښار کې  د محرم دمیاشتې په اومې ورځې د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه دوفادارو ملګرود عزادارۍ دستورې  په پرتم سره ترسره شوې .

 راپور ښئ دغه دستورې  نن مازدیګر د کابل په لویدیځ کې په دشت برچي  کې په اونجي باغبانان سیمې کې د حسینی ویرجنو  د دستو  په چوکاټ کې ترسره شوې .

په دغو دستورو کې په زرګونو مینه وال او د حضرت امام حسین علیه السلام  ویرجنو د کابل په واټونو کې له کرونا سره  دمقابلې د روغتیائي پروټوکولونو په رعایتولو سره ، زنځیرونه ووهل  او په لاسونو کې ئې شنۀ او تور بیرغونه  درلودل  او د امام بزرګوار او دهغه  د وفادارو  ملګرو په ویر کې ماتم کاوه . 

   د کابل ولس  د نړۍ  د نورو ډيرو هیوادونو د مسلمانانو په څير  په  نن ورځې د  حضرت  ابوالفضل العباس  علمدار علیه السلام  په یاد کې دکابل د لویدیځ په واټونو کې لاریونونه وکړل او  د یا حسین ، یا ابوالفضل  العباس په شعارونو سره ئې   ویر او ماتم وکړ . 

داپه داسې حال کې دي چې    د حضرت امام حسین علیه السلام   او د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو دشهادت په مناسبت د ویر او ماتم دغه دستورې  دافغانستان د ولسمشرۍ  ارګ ته د طالبانو  ډلې د وګړو  له ورتلو  او دکابل ښار په شاوخوا کې دطالبانو له ځاي په ځای کیدا یوه ورځ وروسته ترسره شوې .

د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه بزرګوار د وفادارو ملګرو او حسین عاشورا دشهیدانو په یاد کې  د افغانستان په مختلفو ښارونو کې د محرم د میاشتې له هماغه پیله شروع شوي  او دغه دستورې به د محرم  تر دیارلسمې نیټې پورې په پرتم سره دوام ولري .