طالبان به دافغانستان دراتلونکي حکومت په باب ډيره زرفیصله وکړي
په دغو سیمو کې ښونځي او ادارې خلاصې دي او درست کارکسب کونکي پخپلو کارونو بوخت دي ، معلمې او انجونې به خپلو ښونځیو ته ځي او تاسوبه په راتلونکو څو ورځو کې ددې شاهدان ووسئ .
له طالبانو ډلې سره اړونده العماره ویبسایټ مسئول چلونکی مفتی سمنګاني زمونږ خبریال سره په خبرو کې ددې خبرې په کولو سره کابل ته د ذبیح ا... مجاهد د ورتګ د خبر لازیاتو جزیاتو ته کومه اشاره ونه کړه .
د طالبانو ډلې خبرونه تل د ذبیح ا... مجاهد له خوا خپریدل او هغه د افغانستان د حکومت او همداراز د امریکائي نیواکګرو په ضد په ټویټر ، او نورو ټولنیزو چینلونو کې په نفسیاتي جنګ کې ډير بریالی رول درلودلی دی .
له دې سره په یووخت د طالبانو یوه بل ویندوي سهیل شاهین په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، طالبان په افغانستان کې د ولس د ژوند او مال تامینوي او د ښځينه معلمانو او انجونو د کار دوام تضمینوي .
سهیل شاهین له سی این این ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې ووئيل ، خلک باید هیڅ ویره اوترس ونه لري . د ا زمونږ ژمنتیا ده ، دوي دم ګړۍ زمونږ په کنټرول لاندې سیمو کې دعامو خلکو عادي ژوند لیدلی شي .
د طالبانو دغه ویندوي زیاته کړې ده ، په دغو سیمو کې ښونځي او ادارې خلاصې دي او درست کارکسب کونکي پخپلو کارونو بوخت دي ، معلمې او انجونې به خپلو ښونځیو ته ځي او تاسوبه په راتلونکو څو ورځو کې ددې شاهدان ووسئ .
داپه داسې حال کې د ي چې د طالبانو سیاسی مرستیال ملاعبدالغني برادر هم وئيلي دي ، چې د افغانستان د راتلونکي حکومت په باب به ډير زر د مشورو نتیجه اعلان کړي .