طالبان به دافغانستان دراتلونکي حکومت په باب ډيره زرفیصله وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104396-طالبان_به_دافغانستان_دراتلونکي_حکومت_په_باب_ډيره_زرفیصله_وکړي
په دغو سیمو کې ښونځي او  ادارې خلاصې دي  او درست کارکسب کونکي پخپلو کارونو بوخت دي ، معلمې او انجونې  به  خپلو ښونځیو ته ځي او تاسوبه په راتلونکو څو ورځو کې ددې شاهدان ووسئ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 17, 2021 07:50 Asia/Kabul
  • طالبان به دافغانستان دراتلونکي حکومت په باب ډيره زرفیصله وکړي

په دغو سیمو کې ښونځي او  ادارې خلاصې دي  او درست کارکسب کونکي پخپلو کارونو بوخت دي ، معلمې او انجونې  به  خپلو ښونځیو ته ځي او تاسوبه په راتلونکو څو ورځو کې ددې شاهدان ووسئ .

  له طالبانو ډلې سره اړونده  العماره ویبسایټ مسئول چلونکی مفتی سمنګاني  زمونږ خبریال سره په خبرو کې  ددې  خبرې په کولو سره  کابل ته د ذبیح ا... مجاهد  د ورتګ د خبر لازیاتو جزیاتو ته کومه اشاره ونه کړه .

 د طالبانو ډلې خبرونه تل د ذبیح ا... مجاهد له خوا خپریدل  او هغه  د افغانستان د حکومت او همداراز د  امریکائي نیواکګرو په ضد  په ټویټر ، او نورو ټولنیزو چینلونو کې په نفسیاتي جنګ کې ډير بریالی رول درلودلی دی  .

له دې سره په یووخت د طالبانو  یوه بل ویندوي  سهیل شاهین په یولړ څرګندونو کې  وئيلي دي ، طالبان   په افغانستان کې  د ولس د ژوند او مال تامینوي  او  د ښځينه معلمانو او انجونو د کار دوام  تضمینوي .

 سهیل شاهین  له سی این این ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې ووئيل ، خلک  باید هیڅ ویره اوترس ونه لري . د ا زمونږ ژمنتیا  ده ، دوي دم ګړۍ  زمونږ په کنټرول لاندې سیمو کې دعامو خلکو عادي ژوند لیدلی شي .

 د طالبانو دغه ویندوي  زیاته کړې ده ،  په دغو سیمو کې ښونځي او  ادارې خلاصې دي  او درست کارکسب کونکي پخپلو کارونو بوخت دي ، معلمې او انجونې  به  خپلو ښونځیو ته ځي او تاسوبه په راتلونکو څو ورځو کې ددې شاهدان ووسئ .

داپه داسې حال کې د ي چې د طالبانو سیاسی مرستیال ملاعبدالغني برادر  هم وئيلي دي ، چې د افغانستان د راتلونکي حکومت په باب به ډير زر د مشورو نتیجه اعلان کړي .