طالبان دې د ټولو قومونو او مذهبونو دغوښتنو احترام وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i104482-طالبان_دې_د_ټولو_قومونو_او_مذهبونو_دغوښتنو_احترام_وکړی
سید عیسی حسینی مزاري  په ډاګه کړې ده که طالبان  د افغانستان درست قومونه او مذهبونه له ځان سره ملګري کړي ،نو حتما یو همغږه او هراړخیز حکومت به د درست افغانستان او درستې سیمې په ګټه وي ، ځکه  افغانان نور له جنګ جګړو او شخړو ستړي شوي دي او  دنورو شخړو اوترینګلتیاؤ دزغملو توان نه لري .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2021 07:06 Asia/Kabul
  • طالبان دې د ټولو قومونو او مذهبونو دغوښتنو احترام وکړی

سید عیسی حسینی مزاري  په ډاګه کړې ده که طالبان  د افغانستان درست قومونه او مذهبونه له ځان سره ملګري کړي ،نو حتما یو همغږه او هراړخیز حکومت به د درست افغانستان او درستې سیمې په ګټه وي ، ځکه  افغانان نور له جنګ جګړو او شخړو ستړي شوي دي او  دنورو شخړو اوترینګلتیاؤ دزغملو توان نه لري .

 زمنږخبریال د صداي افغان خبري آژانس له قوله راپورر اکړ د افغانستان د تبیان کلتوري او اجتماعي فعالیتونو دمرکز عمومی مشر حجةالاسلام  سید عیسی مزاري  په یولړ څرګندونو کې  وئيلي دي ،د طالبانو دتیر وخت  چلدونه او تیر وخت ته بیرته ګرځیدل  هیڅکله هم دمنلو  او زغم وړ نه دي  . ټاکل شوې ده چې درست قومونه اومذهبونه  د افغانستان د راتلونکي حکومت په جوړښت کې شریک شی  او طبیعي ده که  طالبان  ددې مسئلې په اساس چلند وکړي ،نو په زیات احتمال سره  به  په افغانستان کې د درستو قومونو اومذهبونو په چورلیزتوب سره یوه مشارکتي حکومت شاهدان ووسو .

حسینی مزاري ووئیل یو شمیر په دې اند د يچې  احتمال شته طالبان د تیر وخت په شان عمل وکړي ،او که وغواړي ،پر افغانستان  خپله مطلقه سلطه وتپي ، نوبې شکه  نه یوازې د افغانستان ولس ،بلکې درست ګاونډیانو اوحتی د دنیا نورو قدرتونه  به هم  دغه شان چلند ونه مني . هغه په عین حال کې وئيلي دي ،  دطالبانو د ویندوي خبرې  ډیرې مناسبې او د وخت په اساس دي اوباید  په افغانستان کې د قدرت  تشه ډيره زر ډکه شي او  پکاردي افغانان عادی ژوند بیرته پيل کړي . سید عیسی حسینی مزاري  په ډاګه کړې ده که طالبان  د افغانستان درست قومونه او مذهبونه له ځان سره ملګري کړي ،نو حتما یو همغږه او هراړخیز حکومت به د درست افغانستان او درستې سیمې په ګټه وي ، ځکه  افغانان نور له جنګ جګړو او شخړو ستړي شوي دي او  دنورو شخړو اوترینګلتیاؤ دزغملو توان نه لري .