طالبان وایی ملابرادر کابل ته ورغله
د طالبانو ځینې سرچینې وایي، د طالبانو او افغان سياستوالو ترمنځ خبرې روانې دي او راتلونکو څو اوونیو کې به نوی حکومت اعلان شي.
د ایرنا له راپور سره سم د طالبانو ډله وايي، د دوى د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کابل ته ورسېدلى دى.راپورونه وایی ملا برادر د افغانستان د نوی حکومت د جوړولو لپاره خبرې اترې پیل کړی دی خو نور جزیات یې ندی خپره شوی .
طالبان وايي برادر به د افغانستان ټولو سياسي اړخونو سره د راتلونکي نظام جوړښت په اړه خبرې وکړي.
هغه همدا اونۍ د يوه پلاوي په مشرۍ له قطر څخه کندهار ته ورغلى دى.
د طالبانو ځینې سرچینې وایي، د طالبانو او افغان سياستوالو ترمنځ خبرې روانې دي او راتلونکو څو اوونیو کې به نوی حکومت اعلان شي.
د طالبانو ډلې دا هم ویلي، چې دغه نظام به د ښځو د کار، مطبوعاتو ازادي، ملي امنیتي ځواکونو، ملي بيرغ او نورو مهم مسایلو په اړه پرېکړه وکړي.
ځینو سرچینو ویلی دي د دې احتمال شته چی د طالبانو راتلونکی مشر ملابرادرشی .ملابرادر د طالبانو له څلور اصلی بنسټ کیښودونکیو دې .